شهید هنیه؛ د مقاومت محبوب او صبور قوماندان + انځورونه او جملې
پارس ټو ډی – د اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» د سیاسي دفتر مشر «اسماعیل هنیه» چې ابوالعبد لقب یی درلوده ، نن چهارشنبه سهار په تهران کې په خپل استوګنځي کې شهید شو.
د حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه چې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کښې د ګډون لپاره تهران ته راغلی ؤ د زمری په لسمه نېټه سهار له مراسمو وروسته په خپل استوګن ځای کښې شهید شو. . د پارس ټوډې د راپور له مخې، هنیه د مقاومت یو له مشهورو مشرانو و چې د الاقصی د طوفان له عملیاتو وروسته په نړۍ کې یو ډیر مشهور شخصیت شو. هغه د صهیونیسټ رژیم د ترهګرو په فهرست کښې شامل وو .
زیږون او کورنۍ
"اسماعیل هنیه" د "اسماعیل عبدالسلام احمد هنیه" په بشپړ نوم سره په "ابو العبد" لقب سره په 1963 کې د غزې په الشاطي کیمپ کې زیږیدلی. له بې ځایه کیدو دمخه د هغه د کورنۍ د ژوند اصلي ځای په عسقلان کې د الجورة کلی و.
د زده کړو پړاو
هغه خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د غزې په الشاطي کیمپ کې د UNRWA په ښوونځیو کې بشپړې کړې. هغه خپلې لوړې زده کړې د غزې په "الازهر" دیني مدرسه کې بشپړې کړې او په ۱۹۸۱ کال کې د غزې اسلامي پوهنتون ته داخل شو او د دغه پوهنتون د اسلامي ټولنې غړی شو. نوموړی له ۱۹۸۳ تر ۱۹۸۴ پورې د پوهنتون د محصلینو د شورا غړی او له ۱۹۸۵ تر ۱۹۸۶ پورې د پوهنتون د محصلینو د شورا رییس هم پاتې شوی دی. هغه د غزې د اسلامي پوهنتون د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه په عربي ژبه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ.
جلاوطني او زندان
هنيه چې د انتفاضې له پيل سره سم له فراغت وروسته د لومړي انتفاضې په مظاهرو کښې ګډون وکړ او د صهيونېسټ رژيم د فوځي محکمې لخوا په بند محکوم شو. په ۱۹۸۹ کال کې په درې کاله بند محکوم شو او له خوشې کېدو وروسته په ۱۹۹۲ کال کې صهیونیسټي پوځي چارواکو له «عبدالعزیز الرنتیسي» او «محمود الزهار» او د حماس له ۴۰۰ نورو لوړ پوړو مشرانو سره لبنان ته جلاوطن شو .
دغه فعالان د لبنان په سویل کې مرج الظهور کې له یو کال ډیر وخت پاتې وو، چیرې چې د بي بي سي په وینا، "حماس بې ساري رسنۍ خپروي او په ټوله نړۍ کې پیژندل شوی."
اسماعیل هنیه یو کال وروسته غزې ته راستون شو او د اسلامي پوهنتون د رئیس په توګه وټاکل شو.
هنیه په ۱۹۹۷ کال کې د حماس د دفتر د مشر په توګه وټاکل شو، په ۲۰۰۶ کال کې یې د فلسطین ټاکنې وګټلې او د فلسطین لسم لومړی وزیر شو. هغه تر 2007 کال پورې په دې څوکۍ کې و.
په غزې د صهیونیسټ رژیم د حملو په لړ کښې د ۲۰۲۴ میلادی کال د اپریل په لسمه نیټه د هغه درې زامن او درې لمسیان په یوه هوایی حمله کښې شهیدان شول.
د شهید هنیه تر ټولو مشهورې جملې :
"مونږ ه به هرګز هر ګز هرګز اسراییل په رسمیت ونه پیژنو."
ترنګوسي به هيڅکله پر مځکه ن ونه غورځيږي، حصارونه نه ماتيږي او د خدای په حکم به پر مونږ دریځونه ونه تپي .
"د لومړي وزیر په توګه، زه په شخصي توګه ویاړم چې د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ غړی یم."
"سردار سلیماني د قدس شهید دی/ مونږ به د فلسطین تر ازادۍ پورې د شهید سلیماني لار ته دوام ورکوو
"د الاقصی طوفان د بیت المقدس د آزادۍ لپاره هیلې راژوندۍ کړې"
"ایران د فلسطین د ملت او ایډیال په ملاتړ کې مخکښ ولاړ دی"
هانيه د حماس د جوړېدو د ۲۱مې کليزې په مناسبت په يوه وينا کې وويل: "اې بوش، ته لاړې، خو زموږ ترنګوسی لا هم روانې دي، ته لاړې، خو زموږ لاره روانه ده."
د پارس ټوډی د دې راپور په دوام د دغه ستر انسان انځورونه وگورئ: