اسرائیل ولې له ایران سره د مقابلې توان نه لري؟ څلور لنډ ټکي
-
په ښي خوا کې انځور د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز تورن جنرال باقري دی - کیڼ اړخ ته انځور د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز هرتزي هالوي دی.
پارس ټوډې - ایران په وروستیو کلونو کې د فلسطین، لبنان، سوریې، یمن او عراق په هېوادونو کې له سیمه ایزو ټولنو سره د شبکې او خلکو په ارتباط د اړیکو په پراخولو سره یو ډول سیمه ایز اتحاد ترلاسه کړی، چې د صهیونیسټانو او لوېدیځو ګواښونو پر وړاندې په متحدانه توګه عمل کوي.
ترلاسه شوی یادښت - د شنبې په ورځ پر ایران باندې د اسراییل برید، په سیمه کې د ایران د اقتدار او ستراتیژیک پرمختګ ښودلو لپاره یو بل فرصت برابر کړ. دا پېښه نه یوازې د ایران د پوځي ځواک ښکارندویي کوي، بلکې د یوه کلتوري – تمدني مقاومت سمبول هم دی، چې پر ژورو تاریخي اړیکو او پر اسلامي - ایراني عقایدو باندې تکیه کوي او ایران ته د جغرافیایي پولو ورهاخوا یو هویت ورکوي.
په دې برخه کې څو مهمو ټکو ته پام وکړئ چې د پارس ټوډې مجلې په دې مقاله کې ذکر شوي دي:
د ایران تاریخي – تمدني هویت:
په دغو مخامختیاوو کې د ایران ځواک یوازې د پوځي ځواک پر بنسټ نه دی؛ بلکې په تاریخي او کلتوري هویت کې رېښې لري، چې له اسلامي عقیدې او په ځانګړې توګه له اهل بیتو سره تړاو لري. دغه هويت د آل بويه له دورې او په تېره بيا د صفويانو له دورې راهيسي، د ايرانيانو په کورنيو او بهرنيو سياستونو کې مهم رول لوبولی چې په یو ډول یې د ايران سياست له نورو هېوادونو سره متمایز کړی دی. دا تمدني پیوندونه د ایران دفاعي سیاستونه هم په داسې بڼه جوړوي چې حتی په معاصر پېچلې دور کې هم ورته ځانګړې وړتیاوې ورکوي.
د ایران دفاعي ځواک:
د ایران په خاوره باندې د اسرائیلو برید د پام وړ محدودیتونو سره مخ شو او وې نشو کړای چې د ایران پوځي او ستراتیژیکي ژورتیا ته جدي زیان ورسوي. دا د ایران لوړ دفاعي ځواک څرګندوي، چې د پراخو پوځي اډو او تاکتیکي وړتیاوو پر بنسټ ولاړ دی. دا وړتیاوې اسرائیل د ایران پر وړاندې د هر ډول پوځي اقدام اخیستلو په تړاو محتاطوي او له ډېری محدودیتونه سره یې مخ کوي.
د متحدو ائتلافونو له لارې سیمه ایز ځواک:
ایران په وروستیو کلونو کې د فلسطین، لبنان، سوریې، یمن او عراق په هېوادونو کې د سیمه ایزو ټولنو سره د خپل شبکې او خلکو په منځ کې د اړیکو په پراخولو سره یو ډول سیمه ایز اتحاد ترلاسه کړی دی چې په یووالي سره د صهیونیسټي - لوېدیځ ګواښونو پر ضد عمل کوي. دغه ائتلافونه په دفاعي برخو او د دښمنانو پر وړاندې د ایران په موثریت کې مهم رول لوبوي او د ایران او د سیمې د هېوادونو ځواک یې د څو لسیزو مخکې له وضعیت څخه د نفوذ لپاره پراخ کړی دی.
د اسرائیلو جعلي ماهیت:
اسرائیل د یوه ناقانونه رژیم په توګه، د تاریخي هویت، پوځي ځواک او متحدینو له دې کچې سره په مخامخ کېدو سره، اړ دی چې په څو جبهو کې جګړه وکړي او د ایران د ستراتیژیکو ګواښونو پر وړاندې محتاطانه اقدامات وکړي. دا وضعیت نه یوازې د اسرائیلو عملیاتي محدودیتونه څرګندوي، بلکې د صهیونیزم د ماهیت له امله رامنځته شوې کمزورتیا او داخلي کړکېچ هم څرګندوي؛ هغه کړکېچ چې د فلسطینیانو د ځمکو د غصب او د اوږدمهاله کړکېچونو د رامنځته کولو له امله، د دې رژیم د پیدا کېدو له پیل راهیسې تل ورسره مخ شوی دی.
کلیدي کلمې: ایران او اسرائیل، د ایران ځواک، د مقاومت محور، د ایران پوځي ځواک، د اسرائیلو کمزورتیا