په غزه کې د اسرائیلو لخوا ۶ سوه لوبغاړي وژل شوي
(last modified Sun, 22 Dec 2024 10:09:51 GMT )
Dec 22, 2024 14:39 Asia/Kabul
  • د اسراییلو لخوا په غزه کې د 600 څخه ډیر ورزشکاران وژل کېدل
    د اسراییلو لخوا په غزه کې د 600 څخه ډیر ورزشکاران وژل کېدل

پارس توډی – د فلسطین د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اومې څخه تر دا مهاله د اسرائیلو په بریدونو کې ۶ سوه ۴۴ لوبغاړي وژل شوي.

د فلسطین د فوټبال فدراسیون د غزې په تړانګه کې د فلسطین د ورزشکارانو د شهیدانو حیرانونکې شمیره د جنګی جنایتونو او د بې دفاع فلسطینیانو د نسل وژنې د نښې په توګه یاده کړه.

دغه فدراسیون زیاته کړې، دا نه یوازې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د مقاومت د روح او د فلسطین د خلکو د ژوند د تباه کولو یوه ښکاره هڅه هم ګڼل کیږي.

دغه فدراسیون له نړیوالو بنسټونو څخه وغوښتل چې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي او د فلسطیني لوبغاړو هیلو لپاره د دوی ژوند وژغوري.

د وروستیو راپورونو له مخې؛ په غزې د صهیونیسټ رژیم په حملو کې څه دپاسه ۴۵ زره فلسطینیان شهیدان شوی او څه دپاسه ۱۰۷ زره نور ټپیان شوي.

د اسرائيلي رژيم جوړښت په ۱۹۱۷ کال کې د برتانوي استعمار په طرحه او د فلسطين خاورې ته له بېلابېلو هېوادونو څخه د يهودانو د مهاجرت له لارې رامنځته شو او په ۱۹۴۸ کال کې يې شتون اعلان شو.