UNRWA د فلسطین خلکو سره په دوامداره مرستو ټینګار کوي
د UNRWA ادارې مشر کمشنر وویل چې دغه اداره به د اسراییلي رژیم لخوا له لګول شویو محدودیتونو سره سره د فلسطین خلکو سره خپلې مرستې ته دوام ورکړي.
د UNRWA ادارې مشر کمشنر وویل چې دغه اداره به د اسراییلي رژیم لخوا له لګول شویو محدودیتونو سره سره د فلسطین خلکو سره خپلې مرستې ته دوام ورکړي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) کمشنر فیلیپ لازاریني، پرون په اوسلو کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د صهیونیسټي رژیم د ممنوعیت سره سره د بیړنیو، روزنیزو او روغتیايي مرستو په دوام ټینګار وکړ
لازاریني زیاته کړه: "د UNRWA کارمندان به حاضر وي او د بیړنیو مرستو او که امکان وي نو د ښوونۍ او ابتدايي صحي برخې کښې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په غزه کښې د فلسطین روغتیا وزارت ویلي چې د دې سیمې خلاف د صهیونیسټي رژیم د تیر کابو یونیم کال په جنایتونو او بریدونو کښې ۴۶ زره او ۷۰۷ تنه شهیدان شوي او ۱ لاک ۱۰ زره او ۲۶۵ کسان زخمي شوي دي.