په غزه کښې ماشومان له بحراني حالاتو سره مخ دي
Feb 05, 2025 02:30 Asia/Kabul
د یونیسف ویاند وویل: د اوربند له ټینګیدو سره سره، په غزه کښې د ماشومانو انساني وضعه تراوسه کړکیچنه ده.
پارس ټوډی د مهر خبري آژانس په حواله لیکلي چې د یونیسف ویاند «تیس انګرام» په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په غزه کښې د اوربند له برقراره کیدو سره سره، په دغې سیمې کښې د ماشومانو انساني حالات لاهم بحراني دي، وویل: باید د اوربند له فرصت څخه، غزې ته د خوراکي او طبي توکو او انساني مرستو د رسولو لپاره استفاده وشي.
د یونیسف ویاند څرګنده کړه: غزې ته د انساني مرستو د لاریو په ننوتو باندې محدودیتونه باید لرې شي.
هغه وویل: غزې ته رسیدلې مرستې کمې دي او د دغې تړانګې د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولې.
ټیګونه