د اسرائيلو په زندان کې یو فلسطیني بندي شهید شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i157674-د_اسرائيلو_په_زندان_کې_یو_فلسطیني_بندي_شهید_شوی
پارس تودي- د اسیرانو او آزادو شویو چارو کمېټې او د فلسطیني اسیرانو کلب وایي، د مصعب هاني هنیه په نوم یو ۳۵ کلن فلسطیني وګړی د صهیونیسټ رژیم په زندان کې شهید شوی دی.
(last modified 2025-02-25T03:58:37+00:00 )
Feb 25, 2025 08:27 Asia/Kabul
  • د اسرائيلو په زندان کې یو فلسطیني بندي شهید شوی

پارس تودي- د اسیرانو او آزادو شویو چارو کمېټې او د فلسطیني اسیرانو کلب وایي، د مصعب هاني هنیه په نوم یو ۳۵ کلن فلسطیني وګړی د صهیونیسټ رژیم په زندان کې شهید شوی دی.

پارس ټودی د ایرنا له قوله لیکلي: د فلسطین سما خبري اژانس په یوه راپور کې د اسیرانو او آزادو شویو چارو کمېټې او د فلسطیني اسیرانو کلب له قوله لیکلي چې «مصعب هاني هنیه» د صهیونیسټي رژیم په زندانونو کې شهید شوی دی.

راپور زیاتوي: د اشغالګرو ځواکونو دا فلسطیني شهید د تېر میلادي کال د مارچ په درېیمه د غزې تړانګې په جنوب کې په حمد ښار کې د نسل وژنې جګړې پر وړاندې د مقاومت پر مهال نیولی وو.

دې کمېټې زیاته کړې چې د صهیونیسټي رژیم د پوځ له معلوماتو سره سم، دا فلسطیني بندي د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۵مه د دې رژیم په زندان کې شهید شوی دی.

د دې فلسطیني شهید د کورنۍ په وینا، هغه د نیول کېدو مخکې په بشپړ روغتیایي حالت کې و او یو ۹ کلن زوی یې درلود.

د غزې د دې اوسېدونکي فلسطیني د شهادت سره، د صهیونیسټي رژیم په زندانونو کې د اسیرانو او نیول شویو کسانو د شهیدانو شمېر، ۵۹ تنو ته ورسیده، چې له شمېر یې ۳۸ د غزې اوسیدونکي دي.