یمن بیا په نیواکي فلسطین توغندي حمله کړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i160636-یمن_بیا_په_نیواکي_فلسطین_توغندي_حمله_کړې
البته د یمن پوځ په دې هکله کومه رسمي بیانیه نه ده خپره کړې.
(last modified 2025-05-27T04:38:55+00:00 )
May 27, 2025 09:04 Asia/Kabul
  •  یمن بیا په نیواکي فلسطین توغندي حمله کړې

البته د یمن پوځ په دې هکله کومه رسمي بیانیه نه ده خپره کړې.

د صهیونیسټي رژیم رسنیو په نیواکي فلسطین باندې له یمن څخه د دوو توغندیو د حملې خبر ورکړی چې ورسره په ډیرو صهیونیسټ میشتو ښارګیو کښې د خطر سایرنونه وغږیدل.

د صهیونیسټي رژیم پوځ د معمول مطابق مدعي شوی چې د دوي دافع هوا سیسټم د یمن لخوا توغول شوي دواړه میزایلونه د نیواکي فلسطین هوايي حریم ته له رسیدو مخکښې ویشتي دي.

د اسرائیلو د رژيم رسنیو رپورټ ورکړ چې د یمن د توغندوي برید له امله صهیونیسټ ښارګي میشت، له ویرې پټنځیو ته تښتیدلي دي.

البته د یمن پوځ په دې هکله کومه رسمي بیانیه نه ده خپره کړې.