د الاقصی جومات د سوځولو پيښه لویه غمیزه ده
د الاقصی جومات خطیب روښانه کړه: په ټول فلسطیني ټاټوبي کې حتی یوه تیږه هم نشته چې د پخواني عبري-یهودي تاریخي موجودیت څرګندونه وکړي.
دزمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړی، الاقصی جومات خطیب د دغه جومات د سوځولو د ۵۶ کلیزې په مناسبت په یولړ څرګندونو کې ټینګار وکړ، هغه څه چې نن سبا په دغه سپیڅلي ځای کې پېښیږي لوی فساد دی.
،د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري په یولړ څرګندونو کې وویل چې د الاقصی جومات په ضد تیري لا هم دوام لري، که څه هم د شکل او طریقې ئې بدلې شوې دي؛ سوځول تیري دي، د ښارګوټو اوسیدونکو یرغلونه تیري دي او د لمونځ کوونکو جومات ته د رسېدو مخنیوی هم یو ښکاره تیری دی.
شیخ صبري زیاته کړه: الاقصی جومات په دوامداره توګه سوځي، خو دا ځل په بېلابېلو شکلونو او صحنو کې. هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اقصی جومات یوازې مسلمانانو پورې اړه لري،دا هیڅکله هم د وېش، خبرو اترو یاد سپارلو وړ نه دی.
هغه همدارنګه روښانه کړه: په ټول فلسطیني ټاټوبي کې حتی یوه تیږه هم نشته چې د پخواني عبري-یهودي تاریخي موجودیت څرګندونه وکړي.