شیخ نعیم قاسم: د مقاومت له وسلو لاس نه اخلو
-
د لبنان د حزبالله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم
پارس تودی- د لبنان د حزبالله عمومي منشي د سید حسن نصرالله او سید هاشم صفیالدین د شهادت د لومړي تلین په مراسمو کې وویل: موږ پر خپلو ژمنو ولاړ یو او د سید حسن نصرالله لارې ته به دوام ورکړو او له وسلو څخه به لاس وانهخلو.
د لبنان د حزبالله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم، په بیروت کې د شنبې په ورځ د سید حسن نصرالله او سید هاشم صفیالدین د شهادت د لومړي تلین په مراسمو کې وویل: موږ پر خپلو ژمنو ولاړ یو او د مقاومت لارې ته به دوام ورکړو او له وسلو څخه به لاس وانهخلو.
د پارستودي د راپور له مخې، شیخ نعیم قاسم زیاته کړه: موږ د یوې نړیوالې جګړې په وړاندې ودرېدو چې په هغې کې صهیونیستي رژیم هڅه وکړه مقاومت پای ته ورسوي ترڅو د لوی اسرائیل د جوړولو لپاره لاره خلاصه شي.
د لبنان د حزبالله عمومي منشي وویل: د صهیونیستي رژیم د بریدونو او د مقاومت د قوماندانانو له شهادت وروسته، دښمن فکر کاوه چې موږ به نسکور شو، خو د حزبالله لپاره د نویو قوماندانانو په ټاکلو سره، موږ بیا چارې په لاس کې واخیستې. نعیم قاسم ټینګار وکړ: موږ د یو داسي دښمن په وړاندې یو چې هڅه کوي مقاومت پای ته ورسوي، خو په خپلو موخو کې پاتې راغلی دی. مقاومت په خپلو پښو په درېدو باندې بریالی شو او جګړه لا هم دوام لري.
د صهیونیستي رژیم له تیریو سره د مقابلې لپاره چمتو یو
د لبنان د حزبالله عمومي منشي اعلان وکړ چې موږ د صهیونیستي رژیم د یرغل په وړاندې د دفاع لپاره چمتو یو، او یادونه یې وکړه: هغه صحنې چې د مقاومت د شهیدانو د تلین په مراسمو کې د خلکو د پراخ حضور څخه خپریږي، د مقاومت ځواک ښيي. موږ وکولی شول په جګړهییزو صحنو کې پاتې شو او هغه څه چې نورو په سیاست سره ترلاسه نه کړل، موږ په د جنګ په میدان کې ترلاسه کړل.
د لبنان د حزبالله عمومي منشي وویل: امریکا او صهیونیستي رژیم د لبنان او مقاومت لپاره خطرناک دي او موږ به هیڅکله د مقاومت بې وسلې کېدو اجازه ورنه کړو او ورسره به مقابله وکړو. هغه زیاته کړه: موږ باید د دښمن د ګواښونو په وړاندې سر ټيټ نه کړو او باید د مقابلې لپاره چمتو ووسو، نه د تسلیم لپاره. موږ په خپل وخت کې د لبنان د پارلماني ټاکنو د تر سره کېدو غوښتونکي یو. موږ د ریښتیني دښمن په وړاندې د پوځ ملاتړ کوو.
شیخ قاسم د فلسطین په اړه وویل: د فلسطین قضیه بنسټیزه موضوع ده او په غزه او فلسطین کې د مقاومت ځواکونه د نړۍ په استازیتوب له اشغالګرو سره جنګیږي او اسرائیل دوه کاله کیږي چې خپلو موخو ته نه دی رسیدلی.