صهیونیسټي رسنۍ: ټرمپ د نوبل لپاره اسرائیل خرڅ کړل
-
صهیونیسټي رسنۍ: ټرمپ د نوبل لپاره اسرائیل وپلورل
پارس ټوډی – صهیونیسټي رسنیو د اوربند طرحې ته د حماس له غبرګون سره د ډونلډ ټرمپ له تعامله د خپل قهر په څرګندولو سره په هغه ملنډې وهلې دي او ویې لیکل چې ټرمپ د نوبل د صلحې د انعام لپاره اسرائیل خرڅ کړي دي.
د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوربند ۲۰ ماده ایز پلان ته د حماس له رسمي ځواب وروسته،، د صهیونیسټي رژيم په سیاسي او رسندوي ډګر کښې د لالهاندۍ یوه څپه راپورته شوه.
پارس ټوډی د مهر خبري آژانس په حواله لیکلي دي: دا سربدالي زیاتره په ډونلډ ټرمپ باندې په نیوکې او د حماس له ځوابه د هغه په خوشالۍ باندې په ملنډو سره، په حماس غورځنګ پورې د هغه د پيئلي ښودونکو کاریکاټونو د خپرولو له لارې ښودل شوې ده.
یو مشهور صهیونسټي جرنلسټ او د دولسم چینل او همداشان د اکسیوس امریکايي ویب سایټ خبریال باراک راوید ایشوا کړې چې د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د ټرمپ د غبرګون اټکل نه کوي.
د کان په نوم صهیونیسټي چینل هم په ټرمپ تور پورې کړی چې د اسرائيلو اعتبار تاواني کوي حال دا چې تل ابیب دمګړۍ نه شي ویلې چې د حماس ځواب ورته د منلو وړ نه دی.
له بلې خوا د والا ویب سایټ او پوځي خبریال امیربحبوطه هم د حماس اقدام یو «نفسیاتي جنګ» او «د امریکې او اسرائیلو برخې ته توپ اچول» بللي دي.
صهیونیسټي شناندی او خبریال نوام امیر هم باوري و چې د حماس ځواب، غونډوسکی د ټرمپ لور ته اچولی دی. دا هم هغه څیز و چې د صهیونیسټي رژيم د ۱۴ چینل خبریال هم ورته اشاره وکړه او ویې ویل چې ټرمپ پس له دې چې په ډاګه یې له اسرائیلو وغوښتل چې په غزې تړانګې باندې خپل بریدونه بند کړي، «د حماس د بیانیې په دام» کښې ګیر شو.
د صهیونیسټي رژیم د ټیلیویژن د دیارلسم چینل خبریال په هم دې وجه وویل: حماس له وروستیو پيښو نه بریالی ووته.
د یدیعوت احارونوت ورځپاڼې سایټ هم د حماس د ځواب په وړاندې د ټرمپ له خوشالۍ د قهر په څرګندولو سره ولیکل چې ټرمپ، صهیونیسټي رژیم، د نوبل د صلحې د ایوارډ په بدل کښې وپلوره.
د صهیونیسټي رزیم د دولسم چینل د سیاسي چارو خبریال آلموګ بوکر، د ټرمپ په پلان او د حماس په ځواب کښې موجودو تناقضونو ته په اشارې سره ولیکل چې د ټرمپ طرحې د نړیوال ځواک خبره کړې خو حماس د فلسیني ټکنوکراټ حکومت خبره کوي. د ټرمپ پلان په ۷۲ ساعتونو کښې د ټولو اسیرانو د آزادۍ غوښتنه کوي خو د حماس ځواب، د اسیرانو د آزادولو په بدل کښې له غزې د اسرائیلو د پوځ وتل دي. ټرمپ د حماس بې وسلې کول غواړي خو حماس په خپلې رسمي بیانیې کښې دغه بند ته هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
د کان چینل بل صهیونیسټي خبریال سلیمان مسوده هم ولیکل چې حماس عملاً داسې هیڅ ځواب نه دی ورکړی چې ګني د ټرمپ پلان مني بلکې د زیاتره بندونو پّ سر یې د مذاکرې غوښتنه کړې ده. حماس د ټرمپ د غوښتنه پّ اپوټه د غزې تړانګې بې وسلې کول یا د وسلو کښیښودل ردوي.
هغه زیاته کړه چې ټرمپ، اسرائیل په یو بندون کښې راوستي دي، داشان چې اوس ویلی هم نه شي چې د حماس ځواب نه مني.