صهیونیسټانو په لبنان کښې د ناامنیو د دوام ګواښ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i167718-صهیونیسټانو_په_لبنان_کښې_د_ناامنیو_د_دوام_ګواښ_کړی
د صهیونیسټي رژيم د جنګ وزیر د لبنان په ګواښلو سره مدعي شو چې که د دغه رژيم د امنیت ضمانت ورنه کړې شي نو په لبنان کښې به هیڅ ارامښت او قراری رانه شي.
(last modified 2025-11-26T23:16:00+00:00 )
Nov 27, 2025 03:04 Asia/Kabul
  • صهیونیسټانو په لبنان کښې د ناامنیو د دوام ګواښ کړی

د صهیونیسټي رژيم د جنګ وزیر د لبنان په ګواښلو سره مدعي شو چې که د دغه رژيم د امنیت ضمانت ورنه کړې شي نو په لبنان کښې به هیڅ ارامښت او قراری رانه شي.

د صهیونیسټي رژیم د جنګ وزیر «یسرائیل کاتس» د دغه رژيم په پارلیمان کښې، د لبنان خلاف د پوځي اقداماتو د جاري ساتلو په ګواښ سره وویل: ترڅو پورې چې د اسرائیلو امنیت تضمین نه شي، په بیروت کښې به هم هیڅ ډول امنیت او ارامښت رانشی.

دا په داسې حال کښې دي چې مصر د شخړو د کمولو لپاره د هلوځلو خبر ورکړی دی.

صهیونیسټي رژيم په دې وروستیو کښې د حزب ا... د یو جګپوړي قومندان په وژلو او په لبنان باندې یې د بریدونو په زیاتولو سره، د دغه هیواد حالات له مخکښې نه زیات خراب او بې ثباته کړي دي.

ملګرو ملتو هم په لبنان پاندې د اسرائیلي رژيم په بریدونو کښې د لبناني ملکیانو شهادت تایید کړی دی.