د سوریې په حلب ښار کې نښتې دوام لري
Jan 07, 2026 15:16 Asia/Kabul
پارس ټوډی – خبري سرچینو راپور ورکړی چې د حلب ښار کې د جولاني حکومتي ځواکونو او د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو (قسد) ترمنځ نښتې په شدته دوام لري.
دغه نښتې د لنډمهالې ارامۍ وروسته یو ځل بیا د حلب ښار په کرد مېشتو سیمو، لکه الشیخ مقصود او الاشرفیه او د هغوی شاوخوا سیمو کې بیا پیل شوې دي.
را پورونه وایي، نښتې د منځنیو او درنو وسلو په کارولو سره روانې دي.
د سوریې د جولاني حکومت اعلان کړی چې تر دې دمه په دغو نښتو کې پنځه کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.
دواړه لوري یو بل د جګړو د بیا پیل کېدو مسؤل بولي.
د حلب والي، عزام الغریب، ویلي چې تر بل امر پورې به په حلب ښار کې ښوونځي او دولتي ادارې تړلې وي.
ټیګونه