د  خلیل الحیه په مشرۍ د حماس پلاوی قاهرې ته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i169312-د_خلیل_الحیه_په_مشرۍ_د_حماس_پلاوی_قاهرې_ته_رسیدلی
پارس‌ټودی – د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) یو پلاوی، چې مشري یې خلیل الحیه کوي، د غزې په جنوب کې د رفح سرحدي لارې د پرانیستو په اړه د خبرو لپاره د مصر پلازمېنې قاهرې ته ورسېد.
(last modified 2026-01-07T10:50:24+00:00 )
Jan 07, 2026 15:18 Asia/Kabul
  • د  خلیل الحیه په مشرۍ د حماس پلاوی قاهرې ته رسیدلی

پارس‌ټودی – د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) یو پلاوی، چې مشري یې خلیل الحیه کوي، د غزې په جنوب کې د رفح سرحدي لارې د پرانیستو په اړه د خبرو لپاره د مصر پلازمېنې قاهرې ته ورسېد.

دا پلاوی د غزې تړانګې اړوند مسئلو، په ځانګړي ډول د شرم‌الشیخ د هوکړې د دویم پړاو د خبرو، د بشري او امنیتي مادو د پلي کېدو د لارو چارو او د رفح د لارې د پرانیستو په اړه بحث کوي.

د خلیل الحیه په مشرۍ دغه پلاوی به له لوړپوړو مصري امنیتي چارواکو سره د رفح د ځمکنۍ لارې د دواړو لوریو پرانیستو او د بشري مرستو د زیاتولو په اړه خبرې وکړي.

همدارنګه د فلسطین د نورو ډلو، لکه اسلامي جهاد او ولسي جبهې استازي هم د سه‌شنبې په ورځ د مصر په ملاتړ په فلسطیني خبرو کې د ګډون لپاره قاهرې ته رسېدلي دي.