د لبنان پر جنوب د صهیونیستي رژیم بې‌پیلوټه برید شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i169322-د_لبنان_پر_جنوب_د_صهیونیستي_رژیم_بې_پیلوټه_برید_شوی
پارس‌ټوډی – راپورونه وايي چې د صهیونیستي رژیم بې‌پیلوټه الوتکې د لبنان په جنوب کې د میس الجبل ښارګوټی په نښه کړی دی.
(last modified 2026-01-07T07:30:24+00:00 )
Jan 07, 2026 11:58 Asia/Kabul
  • د لبنان پر جنوب د صهیونیستي رژیم بې‌پیلوټه برید شوی

پارس‌ټوډی – راپورونه وايي چې د صهیونیستي رژیم بې‌پیلوټه الوتکې د لبنان په جنوب کې د میس الجبل ښارګوټی په نښه کړی دی.

دا برید د یاد ښارګوټي د الدباکه پر سیمه شوی دی.

تر اوسه د برید نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو ځینو رسنیو ویلي چې د سړک جوړونې وسایل په نښه شوي دي.

دا بریدونه د امنیتي بې‌ثباتۍ په شرایطو کې شوي دي.