معاریو: سپاه پاسداران ټرمپ له بندون سره مخ کړ
پارس ټوډی- د معاریو ورځپاڼې شناندی داده شو چې د اسالمي انقلاب سپاه پاسداران په نړیوالو سویه په وروستیو بدلونونو کښې کامیاب و او هم دې چارې د امریکې د ولسمشر موقعیت کمزوری کړی او تل ابیب یې په شکمن او اندیښمنوونکي وضعیت کښې راوستی دی.
د پارس ټودی د خبر له مخې، د عبري ورځپاڼې «معاریو» پوځي خبریال او شناندي آوی اشکنازی د سیمه ایزو بدلونونو او د مذاکراتو د بهیر په هکله په خپلې تازه ارزونې کښې ولیکل: د اسرائیلي سیاسي او امنیتي فضا په یو داسې حالت کښې راغلې ده چې مخکښې لاره ورته «نامعلومه او مبهمه» ده.
هغه د چارشنبې په ورځ له ایران سره د ټاکلي اوربند ختمیدو او د لبنان پّ شمالي او جنوبي پولو کښې میداني بدلونونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: تل ابیب نه پوهیږي چې له کومې سناریو سره به مخ شي او دغې لالهاندۍ یې کورنۍ اندیښنې زیاتې کړې دي.
اشکنازي په دوام کښې اعتراف وکړ چې د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په دې وروستیو ورځو کښې په نړیواله سطحه کامیاب پاتې شوی او دغه حالت د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سیاسي موقعیت د کمزورۍ سبب شوی دی.
د دغه مشهور خبریال له نظره، ایرانیانو شرایط داسې مخته بوتلل چې ټرمپ په کمزوري موقعیت کښې راشي او د روان بهیر د جاري ساتلو توان ونه لري او په نتیجه کښې، د عمل نوښت د واشنګټن له لاسه ووځي.
هغه وویل: ایرانیانو ټرمپ په یوې ګډې بطخې بدل کړی دی.
دغه شناندي زیاته کړه: ایرانیان د ټرمپ په غوښتنو او د هغه د حکومت په کمزوریو ښه خبر دي او همدا چاره سبب شوې چې «د مذاکراتو ایجنډا هغوي (ایرنیان) وټاکي».
اشکنازي دې ته په اشارې سره چې تهران د پاکستان په مذاکراتو کښې د ګډن اعلان ته هیڅ بیړه نه لري، ټینګار کړ: د ایټمي دوسیې په هکله د ایران دریځ «لاسخت شوی» او د ایران له خوا د بډایه شویو یورانیمو د سپارلو تصور، یوه خوش فهمي ده.