دښمن له بندون سره مخ دی او مونږ وسلې نه سپارو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i172346-دښمن_له_بندون_سره_مخ_دی_او_مونږ_وسلې_نه_سپارو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ «حزب الله» مشر «شیخ نعیم قاسم» ټینګار وکړ دښمن له بندون سره مخ شوی او حکومت باید له صهیونیسټانو سره نیغ په نیغه خبرې ونکړي.
(last modified 2026-04-27T09:42:32+00:00 )
Apr 27, 2026 14:01 Asia/Kabul
  • دښمن له بندون سره مخ دی او مونږ وسلې نه سپارو

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ «حزب الله» مشر «شیخ نعیم قاسم» ټینګار وکړ دښمن له بندون سره مخ شوی او حکومت باید له صهیونیسټانو سره نیغ په نیغه خبرې ونکړي.

هغه په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړ دښمن بندون ته رسیدلی او مقاومت غورځنګ به پیاوړی او دوامداره وي او مقاومت ته د ماتي ورکول امکان نلري.

شیخ نعیم قاسم وویل: له اسرائیلو سره نیغ په نیغه خبرې په پریکنده توګه ردوو او په لبنان کښې د قدرت خاوندان باید پوه شي چې د دوې کړچار به د لبنان او د دوې د ځان په ګټه نه وي.

هغه وویل د لبنان حکومت نشي کولای خپلې لارې ته دوام ورکړي په داسې حال کښې چې د لبنان له حقونو او د لبنان له خاورې تیریږی او باید د خلکو خوا ته وګوري او د خلکو په حکومت بدل شي.