د حزبالله مبارزانو یو څلور صهیونیسټي پوځیان په نښه کړل
پارس ټوډې – د صهیونیستي رژیم یو پوځي د لبنان په جنوب کې د مقاومتي مبارزانو د بېپیلوټه الوتکې (ډرون) په برید کې هلاک شو.
پارس ټوډې د ایرنا له قوله راپور ورکړی، صهیونیستي ورځپاڼې یدیعوت آحارانوت د اسرائیلي پوځ له قوله د ایډم سرفتي په نوم د «مګلان» کمانډوئي څانګې د یوه غړي هلاکت او د درو نورو پوځیانو ټپي کېدل تأیید کړي دي.
صهیونیستي سرچینو همدارنګه د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ ی چې د اسرائیلو د «ګیواتي» لیوا یو بل عسکر هم د لبنان په جنوب کې د ډرون په یوه بل برید کې هلاک شوی او څلور نور پوځیان پکې ټپیان شوي دي.
په عین حال کې، د اسرائیلو پوځي سرچینو خبر ورکړی چې د لبنان په جنوب کې د اسرائیلي پوځیانو شمېر کم شوی دی. د اسرائیلو پوځ خپلې قواوې کمې کړې او هلته ئې د پنځو لښکرو پر ځای یوازې دوه فرقې پرېښې دي.
له بلې خوا، اسرائیلي پوځ د اوربند د دوامدارې سرغړونې په ترڅ کې، د امریکا په همغږۍ، پر لبنان خپل هوائي او ځمکني بریدونه زیات کړي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ئې د لبنان د جنوب ښارونه او کلي له ۳۶ ځلو زیات بمباري کړي دي.
د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د لبنان په جنوب کې په دیرالزهراني پر ښارګي د اسرائیلو په هوائي برید کې ۸ کسان شهیدان او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
خبري سرچینو همدارنګه د صیدا ولسوالۍ د المروانیه ښارګوټي د المرج سیمې او د بنت جبیل ولسوالۍ د برج قلاویه ښارګي د اسرائیلي جنګي الوتکو له خوا د بمبارۍ خبر ورکړی دی. البته ځینی وروستي راپورونه ښئ چې د ایران د اسلامی جمهوریت له سخت او جدي ګواښه وروسته پر بیروت او شاوخوا سیمو باندې ئې له حملو ډډه کړې ده.