لبنان د خپل حقیقي دښمن له لاسه وژغورئ
پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د لبنان ولسمشر جوزف عون ته په خطاب کښې ټینګار وکړ: لبنان د خپل حقیقي دښمن له لاسه وژغورئ.
پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د لبنان ولسمشر جوزف عون ته په خطاب کښې ټینګار وکړ: لبنان د خپل حقیقي دښمن له لاسه وژغورئ.
پارس ټوډی د ایرنا د خبر له مخې، سید عباس عراقچي په خپلې ایکس پاڼې ولیکل: د ښاغلي جوزف عون د څرګندونو له مخې، داسې ښکاري چې ګني دا ایران دی چې د لبنان پنځمه برخه خاوره یې نیولې ده، څلورمه برخه لبنانیان یې کډه په سر کړي دي او د هغوي هیواد هره ورځ بمباري کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر زیاته کړه: که لبنان د ایران لپاره د چانه وهنې اوزار وای نو مونږ به مودې مخکښې موافقې ته رسیدلي وو. عراقچي ټینګار وکړ: ښاغلي ولسمشره! لبنان له خپل اصلي دښمن څخه وژغورئ.