یو صهیونیستي خبریال وائي ؛نتانیاهو غافلګیر شوی دی
پارس ټوډې – یوه صهیونیستي خبریال د ایران په اړه د احتمالي هوکړې په تړاو د ټرمپ او نتانیاهو ترمینځ ټیلیفوني خبرو ته اشاره کړې او وئیلي ئې دي نتن یاهو حک بک پاتې او غافلګیر شوی دی.
پارس ټوډې د مهر خبري آژانس له قوله راپور ورکړی، ، Barak Ravid، چې د صهیونیسټي رژیم د ۱۲ ټيلیویژني چینل خبریال دی، د یوه امریکائي چارواکي له قوله ادعا کړې چې د امریکا ولسمشرډونالډټرمپ د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو ته ویلي دي چې له ایران سره هوکړه ډېره ښه ده او اوس د جنګ پای ته د رسولو وخت رارسېدلی دی.
راوید زیاته کړې ده ، نتانیاهو مخکې له مخکې د ایران په اړه د ټرمپ له دریځه نه و خبر او له همدې امله حیران شو. د هغه په وینا، نتانیاهو اوس له سخت او ترینګلي وضعیت سره مخ دی.
یوه امریکایي چارواکي هم ویلي چې نتانیاهو له ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې ډېر مخالفت نه کوي، ځکه پوهېږي چې هوکړه د ترلاسه کېدو په درشل کې ده او هغه د دغه بهیر مخه نشي نیولی.