د غزې دفاع د انسانیت او د اسلامي سپيڅلتیاو ملاتړ دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د مسلمانو علماو د نړیوالې اتحادیې مشر «شیخ علي قره داغي» د فلسطین په غزې تړانګه کښې د فلسطین د خلکو پرضد د پرله پسې تیریو په باره کښې د خپلې سختې غندنې او د تاثر د څرګندولو په ترڅ کښې موجود حالت نسل کشۍ او د هدفمنې لوږې سیاست د ژوند په ټولو اړخونو کښې د غزې د خلکو تر دباو لاندې وروستل وبلل او ټینګار یې وکړ له غزې دفاع د انسانیت او د اسلامي سپیڅلتیاو ملاتړ دی.
هغه د عبادت په ځایونو باندې د بریدونو دوام په کلکه وغاند او هغه په المتقین جومات باندې تیرې ته په اشارې سره وویل صهیونیسټ نیواکګرو ځواکونو تراوسه په غزې کښې څه د پاسه زر جوماتونه ړنګ کړي دي او دا د اسلامي سپيڅلتیاو ښکاره خلاف ورزۍ ده.
د مسلمانو علماو د نړیوالې ټولنې مشر قره داغي په دې خبرې سره هغه څه چې د غمیزې اړخونه زیاتوي د اسلامي امت د دریځ کمزورتیا ده وویل زمونږ د امت د حالت په وجه مو زړه دردیږدي.
هغه اسلامي امت، عربو او مسلمانانو واکمنانو ته په خطاب کښې وویل اسلامي انګیزه چیرې ده؟ انساني انګیزه چیرې ده؟ او اسلامي او عربي ځوانمردۍ چیرې ده؟