په سیمه کښې د اسرائیلو اقدامات جنګي جنایتونه دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د پارلیمان یوې استازې میرمن «عنایه عزالدین»، د لبنان په جنوب کښې د صهیونیسټ رژيم د پوځ د ورانیو او د تخریب دوام ته په اشارې سره وویل: د اسرائیلو پرله پسې تیري جنګي جنایتونه دي.
هغې وویل د لبنان مخ ته د اصلي چیلنجونو په اړه د پارلیمان د مشر «نبیه بري»لخوا اعلان شوي دریځونه چې په سر کښې یې د اسرائیلو لخوا جنګ دی په کړکیچ باندې د غلبې لپاره د ملي لارې د یوه پلان د جوړیدا سبب کیدلای شي.
د لبنان د پارلیمان دغه استازي«عنایه عزالدین»، وویل لبنان له یوه استثنايي پړاو څخه د تیریدا په حال کښې دی چې له ډیرو اړخونو د یوه ګواښ سویې ته رسیږي او په دغو شرایطو کښې باید د سیاسي، د تاریخي او د ملي پوهې پراساس یو ملي کړچار په دا ډول چې د لبنان واکمنۍ او حقوق وساتي غوره شي.
هغې د لبنان په حکومت غږ وکړ داسې اقدامات وکړي چې د صهیونیسټ رژیم د تیریو ټولې بڼې ودروي.
د لبنان اوسنی حکومت د امریکا او د اسرائیلو یو ګوډاګی دی او دغه حکومت د اسرائیلو د جنایتونو او جرمونو په وړاندې غلی ناست دی او د خپل هیواد د خلکو په تیره بیا د جنوب د وسیدونکو د ژوند د ساتلو لپاره هیڅ اغیز شیندونکي اقدامات نه ترسره کوي.