د لبنان پر جنوب د اسرائیلي رژیم بریدونه
پارس ټوډی – خبري سرچینو د چهارشنبې سهار د لبنان په جنوب کې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلي رژیم د ګڼو بریدونو خبر ورکړ.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، «المیادین» شبکې په یوه بېړني خبر کې راپور ورکړی چې د لبنان په جنوب کې څو سیمې د اسرائیلي پوځیانو د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
د راپور له مخې، د اسرائیلي رژیم جنګي الوتکو پر «نبطیه»، «علي الطاهر» او «کفر رمان» په ګډون پر بېلابېلو سیمو سخت هوايي بریدونه کړي دي.
ویل کېږي چې «د القنطره ښارګوټي شاوخوا سیمې هم د اشغالګرو د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلې دي.»
د لبنان پر جنوب د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام په داسې حال کې دی چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند بابار بالوش ویلي، د تېرې اوونۍ په پای کې د لبنان پر جنوبي سیمو د دغه رژیم هوايي بریدونو د بېځایه کېدو نوې څپه رامنځته کړې او سلګونه کورنۍ یې اړ کړې چې شمالي سیمو ته وتښتي.