ترکیې له انټرپوله د نتانیاهو د نیولو لپاره رسمي غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i176988-ترکیې_له_انټرپوله_د_نتانیاهو_د_نیولو_لپاره_رسمي_غوښتنه_وکړه
پارس ټوډې - ترکیې په رسمي توګه له انټرپول څخه غوښتي چې د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر دې ونیسي.
(last modified 2026-08-23T08:17:09+00:00 )
Aug 23, 2026 12:44 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو
    د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو

پارس ټوډې - ترکیې په رسمي توګه له انټرپول څخه غوښتي چې د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر دې ونیسي.

د پارس‌تودي د راپور له مخې، نیویارک ټایمز د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، د نیولو لپاره د ترکیې  له خوا د نړیوال پولیس له ادارې  (انټرپول) څخه د رسمي غوښتنې خبر ورکړی دی.

د ترکیې د عدلیې وزیر «آکین ګورلیک» تېرې جمعې  ورځې اعلان کړی ؤ چې دغه هېواد د نتانیاهو او یوه بل اسرائیلي وګړي لپاره د «الصمود بېړۍ» د درَولو او په هغې کې د سپَرلیو د فعالانو د نیولو په اړه د روانو تحقیقاتو په چوکاټ کې د  نیولو حکم صادر کړی دی. دغه بېړۍ  په  مئ میاشت کې د غزې تړانګې پر لور روانه وه.

د ترکیې د عدلیې وزیر ټینګار وکړ: د «الصمود بېړۍ» پر هغو فعالانو د برید په اړه، چې غزې ته ئې د بشري مرستو د رسَولو لپاره سفر کاوه، په نړیوالو اوبو کې قانوني اقدامات په بشپړ جدیت سره روان دي.