د لبنان پر جنوب وحشی صهیونیسټي رژیم بیا سخته بمباري کړې
-
د لبنان پر جنوب د صهیونیسټي رژیم بریدونه
پارسټوډې ـ صهیونیسټي رژیم د لبنان د جنوب پر بېلابېلو سیمو خپل بریدونه نوره هم زیات کړي او څو ښارګي او سیمې یې په جنګي الوتکو ،توپونو او مشین ګڼو سره ټارګټ کړي دي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو د دوشنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې په «برعشیت» سیمې شاوخوا هوايي برید وکړ. لبناني رسنیو راپور ورکړی چې د «وادي الحجیر» سیمه هم د صهیونیستي رژیم د جنګي الوتکو د برید هدف ګرځېدلې ده.
همدارنګه د صهیونیستي رژیم پوځ توپخانې د «زوطر الشرقیه» سیمې شاوخوا سیمه ټارګټ کړې او د دغه رژیم پوځي ګاډو څخه هم د دې ښارګوټي پر لور ډزې شوې.
لبناني سرچینو د لبنان په جنوب کې پر «دیر سریان» ښارګي او «وادي السلوقي» سیمې د صهیونیستي رژیم د هوايي برید خبر ورکړی دی
المنار راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم تیریګرو پوځیانو د لبنان په جنوب کې د «بلیدا» او «عیترون» په ښارګیو کې هم دوې چاودنې کړې دي.
د لبناني رسنیو د راپورونو له مخې، د صهیونیستي رژیم پوځ د لبنان په جنوب کې په «میس الجبل» ښارګوټي او «علمان الشومریه» سیمه کې هم چاودنې کړې دي.