په غزه کې د اوربند د سرغړونو دوام
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i178570-په_غزه_کې_د_اوربند_د_سرغړونو_دوام
پارس‌ ټوډی- د غزې تړانګې بېلابېلې سیمې نن سه‌شنبه له لومړیو ساعتونو راهیسې د صهیونیستي اشغالګرو د هوايي بریدونو، توپچي بریدونو او ویجاړوونکو چاودنو شاهدې وې چې د دې تړانګې د اوسېدونکو ترمنځ یې وېره او وحشت رامنځته کړ.
(last modified 2026-09-22T12:47:25+00:00 )
Sep 22, 2026 17:14 Asia/Kabul
  • په غزه کې د اوربند د سرغړونو دوام

پارس‌ ټوډی- د غزې تړانګې بېلابېلې سیمې نن سه‌شنبه له لومړیو ساعتونو راهیسې د صهیونیستي اشغالګرو د هوايي بریدونو، توپچي بریدونو او ویجاړوونکو چاودنو شاهدې وې چې د دې تړانګې د اوسېدونکو ترمنځ یې وېره او وحشت رامنځته کړ.

د ایرنا خبري اژانس په حواله، د پارس‌ ټوډی د راپور له مخې، اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د توپچي بریدونو، ویجاړولو عملیاتو او د جنګي او کشفي الوتکو د پراخو الوتنو له لارې په غزه تړانګه کې د اوربند پرله‌پسې سرغړونو ته دوام ورکړی دی.

د غزې په ختیځ کې، د اشغالګر پوځ له لوري د «التفاح» سیمې پر یوه کور د هوايي برید له امله درې فلسطینیان ټپیان شول.

د غزې تړانګې په شمال کې هم اشغالګرو ځواکونو د «بیت لاهیا» په شمال لوېدیځ کې یوه سیمه په نښه کړه.

همداراز، په جبالیا کې د «ابو شرخ» میدان ته څېرمه د اشغالګرو ځواکونو د ډزو له امله یوه ښځه ټپي شوه.

د غزې تړانګې په مرکز او سوېل ختیځ کې د «البریج» او «المغازی» دواړو کمپونو د اسرائیلو د توپچي بریدونو شاهدې وې او اشغالګرو ځواکونو د غزې په مرکز کې د بې‌ځایه شویو کسانو خېمې او استوګنیزې سیمې هم په ډزو وویشتلې.

د غزې تړانګې په جنوب کې هم اشغالګرو ځواکونو د خان یونس په سوېل ختیځ کې په ځینو سیمو کې پراخ ویجاړونکي عملیات ترسره کړل چې د درنو چاودنو لامل شول.