د سعودي دښمن ځواکونو ته رسیدلي تاوانونه بې مخینې دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i179490-د_سعودي_دښمن_ځواکونو_ته_رسیدلي_تاوانونه_بې_مخینې_دي
پارس ټوډې – د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند ویلي، سعودي دښمنو ځواکونو ته اوښتي ځاني او مالي زیانونه بې‌ساري دي.
(last modified 2026-10-06T10:52:14+00:00 )
Oct 06, 2026 15:19 Asia/Kabul
  • د سعودي دښمن ځواکونو ته رسیدلي تاوانونه بې مخینې دي

پارس ټوډې – د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند ویلي، سعودي دښمنو ځواکونو ته اوښتي ځاني او مالي زیانونه بې‌ساري دي.

پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکړی د  یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند بریدجنرال یحیی سریع په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: وسله‌وال ځواکونه خپلې ټولې میداني  لاسته راوړنې تر خپل کنټرول لاندې لري او د دښمن تبلیغات د خپلو بادارانو او اربابانو د رضایت ترلاسه کولو لپاره د خیالي بریاوو او اتلوالیو کیسې جوړوي.

هغه زیاته کړې، چې په تېرو څو ساعتونو کې د سعودي دښمنو ځواکونو له ۲۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

سریع ویلي، د سعودي دښمنو ځواکونو پر اړوندو مرکزونو او ځواکونو اوښتي ځاني او تجهیزاتي زیانونه، د تېرو نښتو په پرتله، بې‌ساري دي.