داعش ترهګره ډله په سعودی عربستان کښې ایزدی ښځې خرڅوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i26338-داعش_ترهګره_ډله_په_سعودی_عربستان_کښې_ایزدی_ښځې_خرڅوی
د عراق په شمال کښې د موصل په جنوب شرقاط ښار کښې د داعش د یوه ترهګر له وژلې وروسته د هغه موبایل د عراقیانو لاس ته وراغئ چې پکښې په عربستان کښې د ایزدی ښځو د خرڅولو ویډیو وموندل شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2016 13:15 Asia/Kabul
  • داعش ترهګره ډله په سعودی عربستان کښې ایزدی ښځې خرڅوی

د عراق په شمال کښې د موصل په جنوب شرقاط ښار کښې د داعش د یوه ترهګر له وژلې وروسته د هغه موبایل د عراقیانو لاس ته وراغئ چې پکښې په عربستان کښې د ایزدی ښځو د خرڅولو ویډیو وموندل شوه.

د العالم چینل د خبری سایټ د راپور په اساس، د برطانیې سان ورځپاڼې د ایزدی ښځو د پلورلو مستند رپورټ له خپریدو وروسته له عربستان سره د ائتلاف په وجه  د انګلستان پر حکومت سخته نیوکه وکړه.

له دې مخکښې هم د جرمنی لومړی ټیلیوژنی چینل (ARD) په یوه رپورټ کښې اعلان کړئ ؤ چې د عراق یزدی ښځې د داعش په لاس نیول کیږی او د ترکیې په بازارونو کښې پلورل او پیرودل کیږی.

داعش ترهګرې ډلې په دوه زره څوارلسم میلادی کال کښې د موصل له نیولو وروسته په زرګونو ایزدی ښځې تښتولې او د هغوئ په سلګونو ښځې یې د موصل، فلوجې او حتی د سوریې د مرییانو د پلورلو په بازارونو کښې د جنګی اسیرانو په توګه وپلورلې خو په عربستان کښې د دغو مرییانو پلورل یو بې مخینه اقدام دی چې ثابتوی، داعش ترهګره ډله په سعودی ټولنه کښې څومره نفوذ لری.