سعودی عربستان په یمن کې داوور بند وړاندیز نه منی
مهر خبری آژانس راپورورکړ دعربستان په مشرۍ دامریکائی سعودی ائیتلاف ویندوی احمد عسیری بیګا دیمن دانصار ا... ولسی غورځنګ له خوا دوړاندیزی اوور بند دپلان په ردولو سره وویل ، دیمن دبحران دسیاسی حل له ضرورت سره سره ، ریاض یوازې له هغې موافقې سره چې د دغه غورځنګ دبې وسلې کیدا لامل شی ، موافقه کوی .
دیمن دشخړې دسیاسی حل لپاره دسعودی عربستان ادعا په داسې حال کې ده چې دغه هیواد له اور بند سره هرډول موافقه دیمن له پلازمینې او نورو حیاتی او مهمو ښارونو دانصارا... ولسی غورځنګ دځواکونودشاتګ،له ثالث لوری ته دیمن د دغه ولسی غورځنګ او دهغو دمتحدانو د درندو وسلو اوتوغندیو سپارلو ،دملی وحدت دحکومت جوړولو او دهرډول هغو وسلو له ځآی پر ځای کولو سره د دغه حکومت له مخالفت سره مشروط کړی دی چې دګاونډیانو لپاره ګواښ وی .
داپه داسې حال کې د ی چې د واقعی کلمې په معنا دملی وحدت حکومت د جوړیدا په موخې سره دخپلواکه اورغنده خبرواترو په سیوری کې دیمن د بحران حل، د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ پشمول د یمن دمبارزو ډلو یوه اساسی غوښتنه ده .