دال سعود رژِیم دجنایتونو،نوی اړخونه اودملګروملتوچُپه خوله پاتیکیدا
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i27019-دال_سعود_رژِیم_دجنایتونو_نوی_اړخونه_اودملګروملتوچُپه_خوله_پاتیکیدا
وروستی رارسیدلی راپورونه ښئ چې عربستان هماغه راز دیمن دعامو خلکو په ضد په سپینو فاسفورو له ککړو وسلو استفاده کوی . واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې باب په همداوروستیو کې یو راپورخپور کړی دی چې سعودی عربستان هماغه راز په جنګ کې دفاسفورو په نامې له هغې خطرناکې کیمیائی مادې استفاده کوی چې امریکا سعودیانو ته ورکړی دی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 02, 2016 11:27 Asia/Kabul
  • دال سعود رژِیم دجنایتونو،نوی  اړخونه اودملګروملتوچُپه خوله پاتیکیدا

وروستی رارسیدلی راپورونه ښئ چې عربستان هماغه راز دیمن دعامو خلکو په ضد په سپینو فاسفورو له ککړو وسلو استفاده کوی . واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې باب په همداوروستیو کې یو راپورخپور کړی دی چې سعودی عربستان هماغه راز په جنګ کې دفاسفورو په نامې له هغې خطرناکې کیمیائی مادې استفاده کوی چې امریکا سعودیانو ته ورکړی دی.

 دبشری حقوقو ددفاعی ادارې  دوسلو دبرخې  مدیر مارک هیزنائ  هم  دیمن دجنګ دتصویرونو په استناد سره  د دغو تصویرونو په تائیدولو سره   دیمن  په  هستوګنو اوعامو سیمو په یرغلونو کې   له سپینو فاسفورو څخه دسعودی عربستان  استفاده ،  یو جنګی جنایت   او دنړیوالو  اورګانونو داندیښنه لامل بللی  دی .

  دسعودی عربستان دجنایتونو له ایشواکیدو سره سره ،  ملګرو ملتو  دسعودی عربستان په وړاندې  دخپل تالی څټیتوب او مریّتوب  په دوام کې  یوځل  بیا   په یمن کې دآل سعود رژیم  دجنایتونو په باب له څیړنو سره مخالفت کړی دی .   په دې زمینې کې  دملګروملتو  دبشری حقوقو   دفاعی شورا  په یمن کې  دعربستان  دجنایتونو او د بشری حقوقو  دخلاف ورزیو په باب  دخپلواکه څیړنو له پیلیدا سره  مخالفت وکړ.  په عین حال کې  دملګروملتو دبشری حقوقو دفاعی شورا  دعربستان په جنایتونو دڅیړلو  په ظاهری توګه  عمومی افکارو ته په یوه دوکه ورکونکی  او  دآل سعود درژیم له  جنایتکار کیدا  څخه دعمومی افکارو  دمنحرفولو  په یوه حرکت کې   ، په  یمن کې په روغتونونو دحملو او دعامو خلکو  د وژلو په باب د ټولو ښکیلولورو  له خوا دبشری حقوقو دخلاف ورزیو دسپړلو  لپاره دیوې ملی څیړنیزې کمیټې دجوړیدا غوښتنه کړې ده  

 ددغه راپورپه اساس   دملګروملتو دبشری حقوقو دشورا  دغه اقدام ، دبشری حقوقو  په زمینې کې  دفعالانو هیله  په  ناامیدۍ بدله کړې ده . دوی دملګروملتو دبشری حقوقو له لوړ کمیشنر زید رعد  بن الحسین سره یو ځای  دیمن په ضد دسعودی عربستان  په مشرۍ دائیتلاف  دهوائی حملو  په باب دخپلواکه څیړنې غوښتنه کړې  وه .

 ظاهرا  دسعودی عربستان دآل سعود رژیم   په وړاندې  دملګروملتو سترګو پټول ا و  انزوا،ختمیدونکی  نه ده .  دماشومانو دحقوقو دخلاف رزی کونکو  له لیسټه  دسعودی عربستان  دنامې په ویستلو کې  دملګروملتو دڅه مودې مخکې سپین سترګی اقدام ، دآل سعود رژیم  دجنایتونو په دوام کې د هغوی په ګستاخۍ کې  دملګروملتو  په رول دنیوکو ستره څپه راپورته کړې ده .

 دیمن په ضد په جنګ کې خپلو موخوته  په رسیدا کې  دپر ناکامیو دبرغولی دکیښودلو  په خاطر   دیمن په جنګ کې  له ممنوعه  وسلو  دعربستان  پراخې استفادې    د دغه شان وسلو له کارولو په  مخنیوی کې  دملګروملتو  دبې وسۍ اوج ثابتوی  او همدغه پیّلتوب  اوسترګو پټول، دعربستان په وړاندې  دملګروملتو له شاتګ سره  نزدې ارتباط لری . دملګروملتو  دغې تورتمې  کارنامې ته په پام سره ،دا کارشونی ؤ،دغه اورګان  پخپلو دندو کې  د دې په ځای  چې دیمن د مظلوم ولس  پلویتوب وکړی،دسعودی لابۍتراغیزولاندې ئې د نړیوالې سولې امنیت   دساتنې  په باب   خپل دریځونه ، بدل کړل  او د آلسعود رژیم  له تیریو اوجنایتونو سره ئې  ملګرتیا نندارې ته وړاندې کړه . په دغه شان زهرجنې فضا کې  وه چې  دملګرو ملتو سرمنشی بان کی مون  له دې وروسته چې ویلی ئې وو ،  په یمن کې دسعودی عربستان   په مشرۍ  پوځی ائیتلاف ، دماشومانو دوژلو دعاملانو په تورلیسټ کې  شامل شوی، دسعودی عربستان د واکوالانو  په اعتراض پسې  مجبوره شو  له خپلودریځونوپه ښکاره شاتګ سره  بیا ووائی چې  دسعودی عربستان په مشرۍ  دائیتلاف  نامه ئې،  په موقتی توګه  او  دلازیاتې سپړنې لپاره  په یمن کې دسلګونو ماشومانو  دوژلو دعاملانو   له تور لیسټه  ویستلې ده .

 داپه داسې حال کې د ی چې   دین په ضد دآل سعود رژیم دبوږنونکو جنایتونو  اصلی قربانیان هماغه شان  د ښځو ،ماشومانو اوسړیو پشمول  عام  خلک دی . له دې سره سره ، دملګروملتو  دامنیت شورا پشمول  بیلابیل اورګانونه، چې دملګروملتو دمنشور  په اساس دنړیوال امنیت او  سولې د ساتلو مسئولیّت لری ، خو  دآل سعود درژیم دجنایتونو  ددرولو لپاره   هیڅ اقدام نه کوی ،بلکې پخپله هم  په دغوجنایتونو کې شریک دی .