دیمن په صنعاءدآلسعود رژیم دبمباریوله ټپیانوسره دمرستو لپاره بایددامن یوکریډورجوړ شی
زمونږخبریال راپورراړ داسلامی ایران دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی نن مازدیګر په یولړ څرګندونو کې دیمن په صنعاء دسعودی عربستان د وروستیوسختو بمباریو پایلې غمیزناکې وبللې او وې ویل ، په یمن کې دعربستان دجنایت له ټپیانو سره دمرستو لپاره دامن یو کریډور جوړول ضروری دی .
قاسمی په دې په ټینګار سره چې عربستان باید دیمن هوائی کلابندی ختمه کړی ، زیاته کړه ، ایران تاوان موندونکوته دطبی ټیم ،خواړو اودرملو دلیږدولو او هم دایران په روغتونونو کې د درملنې لپاره دټپیانو دمنلو پشمول دانسان دوستۍ دمرستو لپاره تیار دی .
دیمن دروغتیائی چارو دوزارت ویندوی تمیم الشامی هم نن ویلی دی ، دیمن په صنعاء کې دویر په دستورو دعربستان دجنګی الوتکو په پرونۍ حملې مرګ ژوبلې نهه سوه کسانو ته رسیدلی دی او احتمال شته چې دقربانیانو شمیر نوره هم زیات شی.