دفلسطین شریف ټاټوبی به دفلسطنیانو دمقاومت اومجاهدت په برکت سره آزادشی
داسلامی انقلاب دمعظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دفلسطین داسلامی جهاد غورځنګ له عمومی منشی رمضان عبدا... اوله هغه سره ملګری پلاوی سره په کتنې کې وفرمائیل ؛ دقدس شریف دنجات یوازینۍ لاره مقاومت او مبارزه ده او نوره لارې بې هدفه او شنډې دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود ټینګار کړی ، دفلسطین دموضوع دهیرولو لپاره دصهونیسټ رژیم دملاتړو له پرله پسې جنجال جوړونو او سپیرو هلوځلو سره سره دغه شریف ټاټوبی به دفلسطین دملت او مبارزو ډلو دمقاومت او مجاهدت په برکت سره آزاد شی .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای زیاته کړې ، صهونیسټ رژیم لکه چې مخکې مو هم ویئلی وو ، له صهونیسټانو سره د مسلمانانو او فلسطنیانو دیوې خولې اویو موټی مبارزې په شرط به صهونیسټ رژیم ،په راتلونکو ۲۵کلونو کې خارجی وجود ونه لری .
داسلامی انقلاب معظم لارښود دسیمې د ډیرو زیاتو مشکلاتو اصلی عامل ستره مستکبره او لویه شیطانه امریکا وبلله او دموجوده شخړو په رامینځةکولو کې ئې دسیمې دواړو شیطانونو لاسوهنو ته په اشارې سره وفرمائیل ؛ د هغوی ټولو موخه داده چې دسیمې په عمومی افکارو کې د فلسطین موضوع پیکه شی او دملتونو له یاده ووځی
دوی دغه راز وویل ، اسلامی ایران دسیمې په ځینو پیښو کې له ښکیلیدا سره سره ، تل او په ډاګه وئیلی دی ، دفلسطین موضوع داسلامی نړۍ لومړنۍ موضوع ده او په دې زمینې کې پخپلو دندو عمل کوی .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دصهونیسټانو په مقابل کې د وحدت او یووالی او مقاومت لپاره د اسلامی جهاد غورځنګ دلس ماده ایز پلان په وړاندې کولو دخوښۍ په څرګندولو سره وویل ، پر مبارزې ټینګار ، دسازباز دتړونونو بشپړ نفی ، دفلسطنیو ډلو پر اتحاد او یووالی ټینګار او له دښمن سره دسازباز لپاره دځینو مرتجعو هیوادونو دهڅې محکومول د دغه پلان مهمې مادې دی .
حضرت آیت ا... خامنه ای په دې په ټینګارسره چې دغه پلان باید اجرا شی، وویل، بې شکه داسې کسان شته چې ماموریت لری ، داسلامی جهاد غورځنګ دلس ماده ایز پلان د تحقق خنډ شی ، پر دې اساس باید خیال وشی ، دغه پلان پر کاغذ پاتې نشی او په لومړنیو ستاینو اوتاکتیکی کارونو وروسته باید هیر نشی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز وویل ، دسیمې یوه مهمه موضوع د داعش ، النصره جبهې او نورو جنایتکارو ترهه ګرو ډلو په څیر له تکفیری دلو سره هراړخیزه اویوه خوله مقابله ده ، ځکه که داسې ونشی ، نو د تفکیرییانو دوامدارو شخړو اوبحرانونو درامینځة کولو په علت به د فلسطین موضوع څنډې ته پاتې شی .
دفلسطین داسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشی رمضان عبدا..هم دفلسطین له ملت او آئیډیا څخه داسلامی انقلاب دمعظم لارښود ، اسلامی ایران جراءتمندانه او هوښیار و دریځونو په مننې سره ، دغزې تړانګې په ضد دصهونیسټ رژیم د ۲۰۱۴کال له پنځوس ورځنی جنګ سره په پرتله کې دفلسطنیانو دمقاومت د ډلو درزمی توان څو چنده زیاتیدو ته اشاره وکړه او وې ویل فلسطین برخلیک ټاکونکی ټاټوبی دی او ترڅو پورې خپلو خاوندانو ته ونه سپارل شی ، سیمه به کراری ونه وینی .