د شېخ عیسی قاسم محاکمه بیا وځنډېده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i42952-د_شېخ_عیسی_قاسم_محاکمه_بیا_وځنډېده
د بحرېن د نامتو دینی عالم شېخ عیسی قاسم د محاکمې د غونډې له شروع کېدو نه څو شېبې وروسته د هغه د محاکمې دوام د مۍ اومې نېټې ته وځنډول شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2017 10:22 Asia/Kabul
  • د شېخ عیسی قاسم محاکمه بیا وځنډېده

د بحرېن د نامتو دینی عالم شېخ عیسی قاسم د محاکمې د غونډې له شروع کېدو نه څو شېبې وروسته د هغه د محاکمې دوام د مۍ اومې نېټې ته وځنډول شو.

د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې له شېخ عیسی قاسم څخه  د بحرینی فعالانو له ملاتړ او مظاهرو وروسته د آل خلیفه رژیم د هغه محاکمه چې ټاکل شوې وه نن وشی د مۍ اومې نېټې ته وځنډوله. دغه رپوټ په دې اړه زیاتو تفصیلاتو ته اشاره ونکړه

د بحرېن رژیم د 2016 کال په  جون کښې د دغه هېواد د نامتو  شیعه دینی عالم آیت  ا... شېخ عیسی قاسم تابعیت سلب کړ چې دغه اقدام د بحرېن او نړۍ د شیعه مسلمانانو ترمېنځ سخت ردعملونه راپارول. د بحرېن خلق په دې وروستیو میاشتو کښې تل د مظاهرو او غونډو په جوړولو سره د شېخ عیسی قاسم د دغه حکم د لغو کېدو غوښتونکی شوی دی.