امریکا داسلامی ایران له ملګرتیاپرته دمینځنی ختیځ مشکلات نشی حل کولی
(last modified Mon, 29 May 2017 08:52:42 GMT )
May 29, 2017 13:22 Asia/Kabul
  • امریکا داسلامی ایران له ملګرتیاپرته دمینځنی ختیځ  مشکلات نشی حل کولی

دامریکا نیویارک ټائمز ورځپاڼې پخپل یوه وروستی راپور کې دایران په ضد په عربستان کې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره لیکلی دی ، دایرانی ضد دغو څرګندونو په اپوټه د ټرامپ حکومت پوهیږی چې له ایران سره له ملګرتیا پرته به دمینځنی ختیځ مشکلات ډیر سخت وی .

دغې امریکائی خپرونې ټینګارکړی،واشنګټن به له ایران سره له ملګرتیاپرته، دمینځنی ختیځ  دمشکلاتو دحل لپاره  له مشکل سره مخامخ وی او ځینی شناندی وائی  چې په همدې دلیل  که دواړه هیوادونه خبرواترو سره سره کینی ،نو دروغې جوړې لپاره به فضا برابره شی .

 نیویارک ټایمز  وروسته لیکلی دی ،  سره له دې چې  ټرمپ  دامریکا دولسمشرۍ  په وروستیو  انتخاباتی مبارزو کې  جامعه ایټمی موافقه یوه خورا بده موافقه بللې ، خو دامریکا ولسمشر  په اپریل میاشت کې  له هغو یو شمیر هغو خاصو بندیزونو چې  اجازت ئې ورکړی ؤ  جامعه ایټمی موافقه پاتې شی ډډه وکړه او  ایران ته ئې اجازت  ورکړ چې  نړیوال تجارت وکړی ا و خپله   هغه پانګه   چې له مودو مودو راهسې  په امریکا کې تړل شوې وه ،  بیرته لاس ته راوړی .

  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې  او   په ایران دتورونو دلګولو په باب دلهجې دبدلیدو په باب    عربستان ته په سفر کې د ډونالډ ټرمپ  وروستۍ څرګندونې  ټوله  په داسې حال کې بیان شوی دی ،  چې له دې مخکې  دیوسل لس میلیارډډالرو په ارزښت  په سعودی عربستان دامریکا دوسلو دخرڅلاؤ  ستر تړون لاسلیک شوی ؤ .

 

ټیګونه