د اسراییلي پوځیانو د جنایتونو دوام
Jun 19, 2017 02:04 Asia/Kabul
د صهیونسټ رژیم پوځیانو دوه فلسطیني ځوانانو په ډزو ژوبل کړل.
د فلسطین د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې صهیونسټي پوځیانو پرون دغه دوه فلسطیني زلمیان د رام الله د لویدیځ په دیر ابو مشعل کلي په حمله کې ژوبل کړل.
اسراییلي پوځیانو همداراز په دغه کلي کې په کور په کور تالاشۍ کې یو شمیر فلسطینیان ونیول.
د صهیونسټ رژیم پوځیانو په عین حال کې د قدس پخوانۍ برخې ته د فلسطینانو د ورتګ او د فلسطینیو دکاندارانو د فعالیت مخه نیولې ده .
د فلسطین د بشري حقوقو ادارې د فلسطینیانو په خلاف د اسراییلو دجنایتونو په غبرګون کې له ملګرو ملتو غوښتې چې د دغه رژيم په وړاندې دملکي فلسطینیانو ملاتړ وکړي.
ټیګونه