صیهونیسټی عسکرو په قدس کې یو شمیر فلسطینان ژوبل کړل
د الاقصی جومات په شا و خوا کې صیهونیسټو نیواکګرانو او فلسطینانو ترمینځ نښتې په زیاتیدا دی او خبری رسندویو د نیواکی فلسطین ننی حالات برخلیک ټاکونکی بللی او په سیمه کې یې د انتفاضې د سختیدا خبر ورکړی دی .
د العالم چینل له راپور سره سم په زرګونو صیهونیسټی عسکرو چی له نن سهاره یې د الاقصی جومات ته د فلسطینی لمونځ کونکیو د ورتګ د مخینوی لپاره دغه جومات کلابند کړی وو ، له فلسطینانو سره ښکیل شول .
د قدس د نیواکګر رژیم عسکرو په فلسطینیانو په حمله کې له اوښلن ګازونو او صوتی بمونو استفاده وکړه .
د الاقصی جومات په شا و خوا کې صیهونیسټو نیواکګرانو او فلسطینانو ترمینځ نښتې په زیاتیدا دی او خبری رسندویو د نیواکی فلسطین ننی حالات برخلیک ټاکونکی بللی او په سیمه کې یې د انتفاضې د سختیدا خبر ورکړی دی .
ټاکل شوی ده په الاقصی جومات کې د صیهونیسټ رژیم د وروستیو ځپونکیو اقداماتو په اعتراض کې په درست فلسطین او ځینو نورو هیوادونو کې مظاهرې ترسره شی .