دترهه ګرۍپه ضد دتش په نامه اوغیرقانونی امریکائی ائیتلاف دړنګولوضرورت
دسورئې خارجه وزارت دملګروملتوسرمنشی او د امنیت شورا مشر ته په دوو جلاجلا لیکونو کې له هغوی غوښتی دامریکا دغیر قانونی ائیتلاف فعالیتونه دې چې دسورئې دحکومت له غوښتنې پرته او دملګروملتو له چوکاټه بهر جوړ شوی ، ختم کړی او سملاسی دې ړنګ کړی .
دسورئې دخارجه وزارت په لیکونو کې راغلی دی ، دامریکا تیریګر ائیتلاف هره ورځ په تیره بیا دسورئې په رقه ،حسکه ،حلب او دیرالزور ولایتونو کې هره ورځ دهوائی بمباریو له لارې دلسګونو بې ګناه سوریاوالو په ضد څاروی ډوله جنایتونو ته دوام ورکوی .
دسورئې عمومی افکار هم ددې غوښتنه کوی ، چې ملګری ملتونه دترهه ګرۍ په ضد دتش په نامه هغه امریکائی غیر قانونی ائیتلاف دفعالیتونو له امله دخطرو دزیاتیدوپه دلیل ،چې دسورئې دحکومت له غوښتنې پرته او دملګروملتو له چوکاټه بهر جوړ شوی ، ختم کوی او فعالیتونه دې ودروی .
دامریکا په مشرۍ دترهه ګرۍ په ضد دتش په نامه ائیتلاف ځواک د ۲۰۱۴کال له جولائی دوسورئې دحکومت یا ملګروملتو له اجازت پرته او د داعش له ترهه ګرو سره دمبارزې په پلمه په سورئې کې خپلې بې آمانه هوائی حملې پیل کړی دی .
دترکیې په استانبول کې دسیاسی چارو کارپوه او لیکوال سلیم پاشار له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې دامریکائی ائیتلاف دنقشو په باب هم خبرداری ورکړی او وئیلی ئې دی ، په حقیقت کې دغه ټول جنګی جنایتونه چې دامریکا او د دغه هیواد په مشرۍ دتش په نامه ترهه ګرضد ائیتلاف له خوا اوس هم دوام لری ، دعملیاتو له هماغه پیله دسورئې د مرکزی حکومت له اجازت پرته ترسره شوی دی . ځکه د دغه ائیتلاف اصلی موخه دترهه ګرو ډلو ملاتړ کول وو . هغه ټینګار کړی ، دامریکا حکومت له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په وړاندې دوکه ورکونکی او بې باؤره سیاست تعقیبوی .
دپام وړ ټکی دا چې دامریکا په مشرۍ دامریکائی ائیتلاف اقدامات لکه څنګه چې له ترهه ګرو سره په مبارزې پسې نه دی ، او یوازئې دخپلو موخو په لاره کې دترهه ګرو ډلو په مدیریّت پسې دی ، عملا ئې له ترهه ګرۍ سره دمقابلې په زمینې کې هیڅ اغیزې نه دی درلودلی . دامریکائی تیریګر ائیتلاف موخې ، دسورئې په ورانولو او په دغه هیواد کې د جنګ اوشخړو په اوږدولو کې دترهه ګرو ډلو د رول بشپړول دی .
د سیاسی مسئلو شناندی له داعش ترهه ګرې ډلې سره دمبارزې لپاره دیوه ائیتلاف دجوړولو لپاره دامریکا فیصله یوه سیاسی دوکه بللې ده . دامریکا دسیاسی مسئلو یو کارپوه پاؤل شلډن فټ هم وائی ، امریکا او د ترهه ګرۍ په ضد دمبارزې لپاره د داعش ضد ائیتلاف هیڅ صداقت نه لری ،ځکه دوی پخپله د همدغې ترهه ګرې ډلې اصلی ملاتړی دی .
دامریکا اقداماتو په ځان پسې دعمومی افکارو سختې اندیښنې اواعتراضونه درلودلی دی . په مینځنی ختیځ سیمې کې دبیلابیلو ترهه ګرو ډلو خوریدا، دبیخ بینائی تاسیساتو له مینځه تلل اوناکراری او په سیمې کې دترهه ګرو دبشپړ ماتې مخه نیولل، دامریکا ددسیسه ګرو پلانونو ، تیریو او لاسوهنو یوازینی میراث دی .
دملګروملت دامنیت شورا له اجازت پرته ،په سورئې کې د د داعش په ضد دائیتلاف په جوړولو کې دامریکائی چارواکو بدعت دنړیوال امنیت اوسولې لپاره جدی خطرې راولاړې کړی دی . دسورئې په وړاندې دامریکاخپل سیری سیاستونه دملګروملتو دامنیت شورا له هغو پریکړه لیکونو سره په تضاد کې دی چې ددغه هیواد دبحران دحل لپاره دسیاسی نقشې له انځورولو سره دمرستې په موخې سره تصویب شوی دی او دسورئې دمځکنۍ بشپړتیا، اتحاد ،خپلواکۍ او حاکمیّت دساتنې پر ضرورت ټینګار کوی .
په دغه شان شرائطو کې دسورئې چارواکو د دغه بې خاصیّته او لانجمن ائیتلاف د ړنګولو غوښتنه کړې ، چې هغه یوازینی شئ چې ورته پام نه کوی ، له ترهه ګرۍ سره مبارزه ده .