قطر اتیا هیوادونه له ویزو معاف کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i53774-قطر_اتیا_هیوادونه_له_ویزو_معاف_کړل
د قطر حکومت دغه هیواد ته د نړۍ د اتیا هیوادونو د ښاریزو د ورتګ لپاره ویزې ختمې کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2017 13:14 Asia/Kabul
  • قطر اتیا هیوادونه له ویزو معاف کړل

د قطر حکومت دغه هیواد ته د نړۍ د اتیا هیوادونو د ښاریزو د ورتګ لپاره ویزې ختمې کړې.

العالم ټي وي چینل خبر ورکړی چې د قطر ائیر ویز عامل مدیر اکبر الباکر نن په یوه خبري غونډه کښې وویل: د قطر د سیاحت ادارې پریکړه کړې چې د نړۍ د اتیا هیوادونو هغو خلکو ته د ویزې ترلاسه کول معاف کړي چې د قطر ائیر ویز په الوت کښې دغه هیواد ته ځي.

الباکر زیاته کړه: د دې طرحې په اجرايي کیدو سره به قطر د مسافرانو په ترټولو غوره مقصد بدل شي.

د هغو هیوادونو نومونه لا نه دي اعلان شوي چې ښاریز به یې قطر ته د تګ لپاره له ویزې معاف شي.

قطر دا کار په داسې حال کښې اجرا کوي چې د فارس خلیج په ملګرتیا شورا کښې کړکیچ دوام لري او له عربستان، بحرین، اماراتو او مصر سره د دغه هیواد اړیکې لاهم غوڅې دي.