ملګری ملتونه په العوامیه کې دعربستان دحکومت عملیات نشی تائیدولی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i53894-ملګری_ملتونه_په_العوامیه_کې_دعربستان_دحکومت_عملیات_نشی_تائیدولی
الجزیره ټیلیویژنی چینل راپورورکړی ، دملګروملتو دسرمنشی ویندوی سټیفن دوجاریک دعربستان داهل تشیع په ځپنې کې له آل سعود رژیمه د دغې موسسې دغیر مستقیمو ملاتړونو په دوام کې ، دعربستان په ختیځ کې په العوامیه سیمې کې دسعودیانو ویجاړونکو تصویرونو په باب شک څرګند کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 11, 2017 11:51 Asia/Kabul
  • ملګری ملتونه په العوامیه کې دعربستان دحکومت عملیات نشی تائیدولی

الجزیره ټیلیویژنی چینل راپورورکړی ، دملګروملتو دسرمنشی ویندوی سټیفن دوجاریک دعربستان داهل تشیع په ځپنې کې له آل سعود رژیمه د دغې موسسې دغیر مستقیمو ملاتړونو په دوام کې ، دعربستان په ختیځ کې په العوامیه سیمې کې دسعودیانو ویجاړونکو تصویرونو په باب شک څرګند کړی دی .

دعربستان په ختیځی سیمو کې  دمظلومو خلکو په وژلو کې  له آل سعود رژیم سره ملګری ملتونه هم ونډه لری

دوجاریک  چې  په نیویارک ئې په یوه خبری کنفرانس کې خبرې کولې زیاته کړې ده ،  ملګری ملتونه    له  العوامیه  سیمې درسنیو   په راپورونو او  تصویرونو خپرولو خبره ده ، خو  په  هغه مقام کې نه ده چې   په خپلواکه توګه   د دغو راپورونو په باب څیړنې او  هغه تائید کړی . 

 دملګروملتو د سرمنشی  ویندوی  په عین حال کې ټینګار کړی ،   هغه ټول تدبیرونه اواقدامات  چې  دسعودی چارواکی ئې په العوامیه  کې غوره کوی ، باید د  نړیوالو  قوانینو   او ژمن  اودغه راز د بشری حقوقو په اساس وی .

 د  آل سعود رژیم امنیتی مامورانو  پرون هم    په العوامیه سیمې کې  د څو ودانیو په په کنډوالو  بدلولو سره  د دغې سیمې واټونه او  لارې  په جنګی سیمې بدلې کړی دی .  له تیرو څو میاشتو راهسې د آل سعود رژیم  امینتی مامورانو  دعربستان په ختیځ کې  په العوامیه سیمې کې  د  مظلومو  خلکو د کورونو په کلابندولو سره   پر هغوی هرډول حکومتی امکانات حتی اوبه هم بندې کړی دی  او  په دغو جنایتون کې ئې  تر دې دمه  نهه  بې ګناه اوسیدونکی هم  وژلی او په سلګونو نور ئې نیولی  هم دی .