د آل سعود او داعش محکمه یوه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i53934-د_آل_سعود_او_داعش_محکمه_یوه_ده
د آل سعود محکمه د داعش ترهګرې ډلې له محکمې سره هیڅ فرق نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2017 07:40 Asia/Kabul
  • د آل سعود او داعش محکمه یوه ده

د آل سعود محکمه د داعش ترهګرې ډلې له محکمې سره هیڅ فرق نه لري.

 د فرورۍ د څوارلسمې ائتلاف د عربستان د عالمانو خلاف د سعودي رژیم د ناعادلانه احکامو په غبرګون کښې وویل: د آل سعود محکمه د داعش ترهګرې ډلې له محکمې سره هیڅ فرق نه لري.

رسا خبري آژانس لیکلي چې د بحرین د فرورۍ د څوارلسمې ائتلاف په یو پیغام کښې د شیخ الراضي لپاره د آل سعود محکمې د حکم په غندلو سره وویل: دا حکم سیاسي، ظالمانه او له عدالته وتلی دی.

د ویلو ده چې د ریاض جنایي محکمې وړمه ورځ په یو حکم کښې د شیخ حسین الراضي په نامه د عربستان یو عالم د لمسونکو اقداماتو، له حکومتي پریکړو سره د مخالفت او له سیاسي فعالانو د ملاتړ په پلمه په دیارلس کاله بند محکوم کړ.

هغه له دې مخکښې هم په عربستان کښې د آزادۍ او عدالت د نشتوالي په لړ کښې د کړو څرګندونو او د دغه هیواد د مشهور عالم شیخ نمر باقر النمر د اعدام په هکله د سعودي رژيم د اقدام د غندلو په وجه نیول شوی او زنداني شوی و.