د ایران سفیر د ترهګرو خلاف د فاینل بریا مبارکي وویله
په بغداد کښې د اسلامي ایران سفیر د داعشي ترهګرو خلاف د عراق د ولس او حکومت د سترې بریا مبارکي وویله.
ایرج مسجدي پرون د عراق ولسمشر فواد معصوم، وزیراعظم حیدر العبادي، د پارلیمان مشر سلیم الجبوري او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم الجعفري ته په جلاجلا پیغامونو کښې په دغه هیواد کښې د داعشي ترهګرو په وړاندې د وروستۍ او فاینل بریا مبارکي وویله.
د عراق یادو لوړرتبه چارواکو ته د ایران د سفیر په پیغام کښې راغلي دي: د داعش خلاف بریالیتوب د عراق د مسلمان ولس د مختلفو پرګنو د مجاهدت او د محترم مرجعیت په ملاتړ سره د ټولو وسله والو او مقاومتي ځواکونو د نه ستړي کیدونکو هلوځلو نتیجه ده.
یاده دې وي چې د عراق وزیراعظم حیدر العبادي وړمه ورځ په رسمي ډول د داعش له شتونه د عراق د ټولې خاورې پاکیدل اعلان کړل.