عراقي ځواکونو ۱۱ داعشي ترهګر هلاک کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i62391-عراقي_ځواکونو_۱۱_داعشي_ترهګر_هلاک_کړل
د عراق امنیتي ځواکونو په دیاله ولایت کښې د یولسو داعشي ترهګرو د هلاکت خبر ورکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 31, 2017 18:03 Asia/Kabul
  • عراقي ځواکونو ۱۱ داعشي ترهګر هلاک کړل

د عراق امنیتي ځواکونو په دیاله ولایت کښې د یولسو داعشي ترهګرو د هلاکت خبر ورکړی.

مهر خبري آژانس د سومریه نیوز چینل له قوله خبر ورکړی چې د عراق امنیتي ځواکونو په هغو عملیاتو کښې چې د دیاله ولایت په شمال ختیځ کښې د داعش ډلې د پاتې ترهګرو پرضد یې پيل کړي، وتوانیدل چې د یوشمیر داعشیانو پر وژلو سربیره د هغوي سنګرونو ته هم سخت تاوان ورسوي.

په داسې حال کښې چې په عراق کښې د داعش ترهګرې ډلې شتون ختم شوی خو لاهم په دې ډلې پورې اړوند ځیني عناصر د عراق په ځینو سیمو کښې د وړو او تیت پرکو ډلو په توګه موجود دي او جنایتونه کوي.