په سوریه کې اولس ترهه ګر وژل شوې
د فیلق الرحمان ترهه ګرې ډلې اولس غړي د دمشق د ریف په ختیځه غوطه کې پوځي چاوڼۍ په خواوشا کې ووژل شول.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې دغه ترهه ګرې ډلس نن په یوې بیانیې کې اعلان وکړ چې د دغه ډلې یو پوځي مشر په ابوالفوز مشهور حسن البوشي په وژل شویو کسانو کې شامل دي.
د دمشق د ریف په ختیځ کې د پوځیانو د سامان په چاوڼیو د ترهه ګرو نوې حملې له تیره دوشنبې او د سوریې د پوځ د راغونډیو له ځای لاندې د یو ټنل په چاودیدو سره پیل شوې.
دا په داسې حال کې دي چې د سوریې پوځ د هم تړونو ځواکونو په مرسته په شرقي غوطه سیمه کې د النشابیه ارتباطي لاره ونیوله .
د سوریې پوځیانو همداراز د دغه هیواد د شمال لویدیځ په ادلب ولایت کې په خپلو پرمختګونو کې د سنجار په جنوبي سیمو کې اوه کلي د ترهه ګرو له کنټروله ازاد کړل.