حزب الله د اسرائیلو پرضد د واحدې ستراتیژۍ غوښتونکی دی
-
لبنان له حزب الله د سعودي عربستان د غصه کیدا یو(۱) دلیل له سوریې سره د لبنان په سرحدونو کښې دداعش ډلې په وړاندې بریالیتوب وو .
دلبنان په پارلمان کښې د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د فراکسیون غړی نواف الموسوی نن له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل د فلسطینی ډلو له مشرانو سره دتماس ټینګول له صهیونیسټ رژیم سره دمقابلې لپاره د واحدې ستراتیژۍ د چمتو کولو په هدف سره د حزب الله په اقداماتو کښې شامل دی .
هغه وویل خپل ټاټوبی ته د فلسطین دخلکو د ستنیدا د حق او دقدس هیرول د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سلاکار او زوم جیراډ کوشنر د پلان په هدفونو کښې شامل دی او نن سبا یوه(۱) غږمله پروګرام ته ضرورت شته چې دښمن ته د خپلو پروګرامونو او پلان د تپلو اجازره ورنکړل شی .
دلبنان په پارلمان کښې د حزب الله د فراکسیون غړی نواف الموسوی د لویدیځو هیوادونو په رسنیو کښې د فلسطین دخلکو انتقاضې ته په پوښښ او کوریج نه ورکولو خواشینۍ څرګندولو سره وویل هغوې تل د اسرائیلو ګټو ته فکر کوی خو د فلسطین خلک به د صهیونیسټ رژیم د نیواکګرۍ تر ختمیدا پورې خپلې انتفاضې ته دوام ورکړی .
الموسوی د فلسطین له ایډیل سره د لبنان دحزب الله اړیکې همیشنۍ وبللې او ویې ویل په سوریې کښې دترهګرو پرضد دحزب الله جنګ د فلسطین له ایډیل څخه جلا نه وو ځکه چې ددمشق نسکوریدل په پوځی سویه د مقاومت دملاتړی د له لاسه ورکولو په معنا وو .
دلبنان په پارلمان کښې د حزب الله فراکسیون غړی نواف الموسوی دغه راز د سوریې په ډیرو سیمو کښې دداعش ترهګرې ډلې له مینځه تلل د تیر میلادی کال ترټولو مهمه بریا وبلله او ټینګار یې وکړ د مقاومت چورلیز وتوانید په دریو (۳) کلونو کښې داعش ډله له مینځه یوسی داسې ماموریت چې امریکا ویلی وو دیرش (۳۰)کاله وخت ته ضرورت لری .
هغه وویل د لبنان له حزب الله د سعودی عربستان د غصه کیدا یو(۱) دلیل له سوریې سره د لبنان په سرحدونو کښې دداعش ډلې په وړاندې بریالیتوب وو .