د پوټین استازي له بشارالاسد سره ملاقات وکړ
Jan 12, 2018 04:18 Asia/Kabul
بشارالاسد او لاورنتیف په دغه کتنه کښې له ترهګرۍ سره جنګ او د آستانه د مذاکراتو بهیر وڅیړه.
د سوریې په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي الکزینډر لاورنتیف په دمشق کښې له بشار الاسد سره وکتل.
په دغه کتنه کښې د سوریې ولسمشر بشارالاسد څرګنده کړه: کومې مهمې بریاوې چې د سوریې پوځ د روسیې او خپلو نورو انډیوالانو په مرسته له ترهګرۍ سره په جنګ کښې ترلاسه کړې، په سوریې او سیمې کښې د لویدیځ د دسیسو د شنډولو یو مهم عامل و.
بشارالاسد او لاورنتیف په دغه کتنه کښې له ترهګرۍ سره جنګ او د آستانه د مذاکراتو بهیر وڅیړه.
ټیګونه