امریکا له ترهه ګرو سره لاس یو کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i63499-امریکا_له_ترهه_ګرو_سره_لاس_یو_کړی_دی
دامریکا په مشرۍ د داعش ضد تش په نامه نړیوال ائیتلاف دیکشنبې په ورځې اعلان کړی ، دسورئې د کردانو ترکنټرول لاندې سیمو کې دسرحدی امنیت ځواک په نامې سره د سرحدساتونکی ځواک په جوړولو پسې دی ، چې شمیر به ئې تر دیرشو زرو پورې وی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 16, 2018 04:19 Asia/Kabul
  •  امریکا له ترهه ګرو سره لاس  یو کړی دی

دامریکا په مشرۍ د داعش ضد تش په نامه نړیوال ائیتلاف دیکشنبې په ورځې اعلان کړی ، دسورئې د کردانو ترکنټرول لاندې سیمو کې دسرحدی امنیت ځواک په نامې سره د سرحدساتونکی ځواک په جوړولو پسې دی ، چې شمیر به ئې تر دیرشو زرو پورې وی .

 مهر خبری اژانس راپورورکړی  د ترکیې لومړی وزیر بن علی یلدریم   دسورئې له کردانو څخه دامریکا   دملاتړ په باب  چې وئیلی ئې دی  په سورېئ کې  ددیرش زره کسیز سرحدی ځواک دجوړولو لپاره  هوډ لری ، سخت غبرګون ښودلی او روښانه ئې کړې ده ،  ا مریکا له ترهه ګرو سره  همدست شوې ده .

  دترکیې لومړی وزیر  په دې په ټینګار سره چې  امریکا اودهغې متحدان  په  څرګنده  په سیمې کې د تره ه ګرو  ډلو  ملاتړ کوی ،روښآنه کړې ،  دغه ملاتړونه ،  ترکیې اوسیمې ته د دروند ګوزار لپاره دی ، چې باید  په دې اړه دسیمې هیوادونه   جدی فکر وکړی . 

 په عین حال کې د  ترکیې لومړی وزیر زیاته کړې انقره  به  دترکیې په ضد  له هرډول ګواښ سره  جدی مقابله وکړی .

 دامریکا په مشرۍ   د داعش ضد تش په نامه نړیوال ائیتلاف  دیکشنبې په ورځې  اعلان کړی ،  دسورئې د کردانو ترکنټرول لاندې سیمو کې  دسرحدی امنیت  ځواک په نامې سره د   سرحدساتونکی ځواک په جوړولو پسې  دی ، چې  شمیر به ئې تر دیرشو زرو پورې وی .

 امریکا  په غیر قانونی توګه  له ترهه ګرو سره  دمبارزې په پلمه د سورئې د ولسی حکومت له اجازت پرته ، په سورئې کې پوځی شتون لری .  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه   په سورئې کې د   واشنګټن  غیر قانونی شتون په داسې  حال  کې دی  چې   دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  اعتراف کړی ، چې  دغه هیواد  په  سورئې اوعراق کې د داعش پشمول د  ترهه ګرو ډلو د راپنځولو  اصلی عامل دی .