په سورئې کې دامریکاپوځی شتون غیرقانونی دی
دامریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن پرون د کیلیفورنیا ایالت په سټنفورډ پوهنتون کې له سورئې د امریکا دپوځیانو د بشپړ وتلو په ردولو سره وئیلی ، امریکا به په سورئې کې خپل پوځی شتون ته دوام ورکړی .
زمونږخبریال دسورئې د الاخباریه ټیلیویژنی چینل له قوله راپورراکړ ، دسورئې په خارجه وزارت کې یوې مسئولې سرچینې د امریکا د خارجه وزیر ریکس ټیلرسن د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، په سورئې کې د امریکا پوځی شتون هماغه راز د د داعش هغې تکفیری ترهه ګرې دلې څخه دملاتړ په موخې سره دی چې امریکا راپنځولې او په کرتو ئې پرې اعتراف هم کړی دی .
دغې سرچنیې همداراز روښانه کړې ، دامریکا حکومت هیڅکله هم د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په نابودلو پسې نه ده او الرقه ښار هماغه شان دامریکا او د دغه جنایتکار هیواد په مشرۍ دمدعی ائیتلاف داقداماتو یوه نمونه شمیرل کیږی .
دسورئې دخارجه وزارت دغه مقام ټینګار کړی ، دسورئې حکومت د بیا رغاونې لپاره ، حتی دامریکا دمرستو یوه ډالر ته هم اړتیا نه لری ، ځکه چې دغه ډالر د سوریاوالو په وینو ککړ دی او دامریکا دحکومت سیاست یوازې دسورئې د خلکو لپاره دمشکل او کنډوالو رامینځةکول دی .
دغې سرچینې جوته کړې ، په نړۍ کې د هر یوه هیواد په داخلی چارو کې لاسوهنې د هغه هیواد د ولس انحصاری حق دی ، په دې باب هیڅوک د تپونکو خبرو حق نه لری،ځکه چې دنړیوالو حقوقو ښکاره خلاف ورزی شمیرل کیږی .
دامریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن پرون د کیلیفورنیا ایالت په سټنفورډ پوهنتون کې له سورئې د امریکا دپوځیانو د بشپړ وتلو په ردولو سره وئیلی ، امریکا به په سورئې کې خپل پوځی شتون ته دوام ورکړی .