دسورئې په درعا کې تکفیری ترهه ګر سره ښکرپه ښکرشوی دی
دا امریکائی پوځی او سیاسی چارواکی دی چې تکفیری ترهه ګرې ډلې ئې په همدې خاطر راپنځولی دی څو په سیمې کې ورځینی دخپلو نارواؤ ګټو د تحقق لپاره ناوړه استفاده وکړی او د سیمې په تیره بیا د سورئې د مظلومو خلکو ژوند ورسره تریخ کړی .
ایرناخبری آژانس له دمشقه راپورورکړی میدانی سرچینو بیګا راپور ورکړی ، د سورئې د درعا ولایت په شاوخوا کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې پاتې جنایتکار او ورانکار او د آزاد پوځ په نامه ترهه ګرو ترمینځ سخته نښته پیل شوی چې ل امله ئې د دواړو خواؤ په لسګونو ترهه ګرهلاک او ټپیان شوی دی .
دآزاد پوځ په نامه دترهه ګر ې ډلې جنوبی څانګه په تیرو میاشتو کې هم له داعشی ترهه ګرو سره په درعا ولایت کې په سختو نښتو کې پخپلو کې سره ښکر په ښکر شوی ، او په لسګونو ترهه ګر ئې هلاک شوی دی .
داپه داسې حال کې دی چې په تیرو وختونو کې دسورئې په بیلابیلو سیمو کې تکفیری ترهه پخپلو کې سره ښکیل شوی او دیوه بل ئې په سلګونو ترهه ګر له مینځه وړی دی . له دې سره په یووخت راپورونه ښئ دامریکا پوځی چورلکې د دغو ډلو ترمینځ په بیلابیلو سیمو کې وسلې او تجهیزات ویشی ا و او په ډیرو موردونو کې د هغوی د ټپیانو د د رملنې لپاره هم لاس په کار شوی دی ، چې ښئ دا امریکائی پوځی او سیاسی چارواکی دی چې تکفیری ترهه ګرې ډلې ئې په همدې خاطر راپنځولی دی څو په سیمې کې ورځینی دخپلو نارواؤ ګټو د تحقق لپاره ناوړه استفاده وکړی او د سیمې په تیره بیا د سورئې د مظلومو خلکو ژوند ورسره تریخ کړی .