دسورئې په عفرین کې له پوځی عملیاتوبه شاتګ ونه کړو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i63969-دسورئې_په_عفرین_کې_له_پوځی_عملیاتوبه_شاتګ_ونه_کړو
دسورئې خارجه وزارت هم په عفرین ښار د ترکیې دپوځ عملیات په سخته محکوم کړی او د ترکیې دغه اقدام ئې دسورظې دملی حاکمیّت خلاف ورزی بللې او دغه راز ئې د سورئې په خاورې د ترکیې د تیری په خلاف ملګروملتو ته په شکایت کولو سره په دې اړه د امنیت شورا د سملاسی غونډې غوښتنه هم کړې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2018 15:13 Asia/Kabul
  • دسورئې په عفرین کې له پوځی عملیاتوبه شاتګ ونه کړو

دسورئې خارجه وزارت هم په عفرین ښار د ترکیې دپوځ عملیات په سخته محکوم کړی او د ترکیې دغه اقدام ئې دسورظې دملی حاکمیّت خلاف ورزی بللې او دغه راز ئې د سورئې په خاورې د ترکیې د تیری په خلاف ملګروملتو ته په شکایت کولو سره په دې اړه د امنیت شورا د سملاسی غونډې غوښتنه هم کړې ده .

فارس خبری آژانس راپورورکړ  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  ددې خبرې په کولو سره چې  د سورئې خاورې  ته هیڅ تمه دارې سترګې نه غړوی ،  وئیلی دی ،انقره  د سورئې  په شمال کې  دعفرین سیمې له  پوځی عملیاتو  شاتګ نه کوی او دغه عملیات به  دترهه ګرو تر نابودۍ پورې دوام وکړی .

 دترکیې ولسمشر  نن په یولړ څرګندونو کې  د سورئې   په عفرین کې د دغه هیواد دپوځی عملیاتو  پر دوام په ټینګار  سره وئیلی دی ،  د دغو عملیاتو  له اجرا کولو موخه  د هغو کُرد  وسلوالو ډلو  ځپل دی ، چې  ددرستې سیمې لپاره یو ګواښ دی .

 د ترکیې  ولسمشر   دسورئې په شمال کې د کرد ځواک په  سولو سنبالولو کې د امریکا  په اقداماتو په سختو نیوکو سره  وئیلی دی ، ځینی هیوادونه نیّت لری ،  دترکیې په جنوبی پولې کې د ترهه ګرو د تګ راتګ لارې جوړې کړی .

  دترکیې  په پولو او سیمې کې  د  امنیت او ثبات د پیاوړی کولو   او  هم   په عفرین ښار کې د  کرډ ډیموکراټیک ځواک او داعشی ترهه ګرو دنابودۍ  په پلمه   د زیتون   دڅانګې  په نامې سره د ترکیې دپوځ   پوځی عملیات  له شنبې ورځې راهسې پیل شوی دی  او ځینی سرچینې وائی چې  دسورئې عفرین  ښار ته د ترکیې پوځی  زغروال  ګاډی اوټینکونه ننوتی دی  خو ځینی  نورې سرچینې وائی چې  د سورئې د کردانو  ډیموکراټیک ځواک  یونټونو  په عفرین د  ترکیې دپوځ  حملې په پنځو چورلیزونو کې له ماتې سره مخ  کړی او د دغه هیواد  په لسګونو پوځیانو ته ئې مرګ ژوبلې اړولی دی .

 دا په داسې حال کې دی چې  دسورئې   خارجه وزارت هم  په عفرین ښار د ترکیې دپوځ   عملیات  په سخته محکوم کړی او  د ترکیې دغه اقدام ئې  دسورظې دملی حاکمیّت  خلاف ورزی بللې  او دغه راز ئې د سورئې په خاورې د ترکیې د  تیری په  خلاف   ملګروملتو ته په شکایت کولو سره  په دې اړه د  امنیت شورا د سملاسی غونډې غوښتنه هم کړې ده .