ترکیه دې د سوریاوالو ښاریزو دحقوقو خیال وساتی
میرمن فډریکا موګرینی ووئیل ، بله موضوع چې مونږ ئې ا ندیښمن کړی یوو ، دا ده چې د نورو پوځی فعالیتونو تر څنګ دغه اقدام ممکنه ده ، په جینیوا کې دسیاسی خبرواترو بیا پیلیدا ګډه وډه کړی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ د اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی بیګا په بروکسل کې د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو له مشر محمود عباس سره له کتنې وروسته دسورئې په عفرین کې د ترکیې دپوځ په عملیاتو داندیښڼې په څرګندولو سره وئیلی دی ، په دغو عملیاتو کې انسانی لاس رسی باید تضمین شی او باید دوی هیڅ تاوان ونه وینی او همداراز باید تضمین وکړو چې د هرډول ډول پوځی عملیات د داعشیانو په ضد وی .
میرمن فډریکا موګرینی ووئیل ، بله موضوع چې مونږ ئې ا ندیښمن کړی یوو ، دا ده چې د نورو پوځی فعالیتونو تر څنګ دغه اقدام ممکنه ده ، په جینیوا کې دسیاسی خبرواترو بیا پیلیدا ګډه وډه کړی . د ترکیې په پولو او سیمې کې د امنیت او ثبات د پیاوړی کولو او هم د سورئې په عفرین ښار کې د وسلوالو کردانو دنابودولو په پلمه د :زیتون د څانګې : په عنوان سره د ترکیې دپوځ عملیات له تیرې شنبې ورځې راهسې پیل شوی او هماغه راز دوام لری . چې د سورئې او دسیمې دنورو هیوادونو سخت غبرګونونه ئې هم په ځان پسې درلودلی او دوی وئیلی دی ، د ترکیې دغه اقدام د سورئې دملی حاکمیّت خلاف ورزی ده .