د روسي ټانکونو وړومبۍ جوپه عراق ته وسپارله شوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i65735-د_روسي_ټانکونو_وړومبۍ_جوپه_عراق_ته_وسپارله_شوه
د عراق دفاع وزیر د (ټي-۹۰) ډوله روسي ټانکونو د وړومبنۍ جوپې د ترلاسه کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 17, 2018 01:54 Asia/Kabul
  • د روسي ټانکونو وړومبۍ جوپه عراق ته وسپارله شوه

د عراق دفاع وزیر د (ټي-۹۰) ډوله روسي ټانکونو د وړومبنۍ جوپې د ترلاسه کیدو خبر ورکړ.

العالم خبري چینل وايي چې د عراق دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چې دغه (ټي-۹۰) ډوله روسي ټانکونه د هغو پوځي تجهیزاتو او وسلو د اخیستو د تړون یوه برخه ده چې په تیر ۲۰۱۷ کال کښې د عراق او روسیې ترمینځ لاسلیک شوی و.

د عراق دفاع وزارت څرګنده کړه: د روسي ټانکونو وړومبنۍ جوپه وړمه ورځ د عراق د سویل (ام قصر) بندر ته رسیدلې او د بصره ښار له لارې بغداد ته منتقله شوې ده. ویل کیږي چې د دې لړۍ پاتې ټانکونه به هم ورو ورو عراق ته وسپارل شي چې ټول ټال ۷۳ ټانکونه دي.